منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

راتلونکې اونۍ د کرکت ولايتي سيالۍ پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٢): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د دولسو ولايتونو ترمنځ د کرکټ د لومړۍ درجې کرکټ سيالۍ پيليږي.

دغو پنځوس اووريزو سياليو ته چې په ننګرهار او کابل کې به ترسره شي، د (اتصالات باباى ملت کپ) نوم ورکړل شوى دى.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لوبې د روان زېږديز کال د اپرېل د مياشتې په ٢٤مه (د ثور په څلورمه) په کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت په مرسته پرانيستل کېږي، خو ګروپي لوبې به يې د ننګرهار د غازي امان الله خان او بهسودو پله لوبغالو او وروستۍ لوبې (سيمي فاينل او فاينل) به يې د کابل په نړيوال  لوبغالي کې ترسره شي.

هغه زياته کړه، دا لوبې چې ١٤ ورځې به دوام وکړي، لوبډلې يې په څلورو ګروپونو وېشل شوې او له هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې کوارټر فاينل ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي، چې د کورني کرکټ يو له پرمختګونو څخه د ولايتي سياليو ترسره کول دي.

هغه زياتوي، چې دا ډول ولايتي سيالۍ په هېواد کې دننه د کورني کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لري او بله ګټه يې دا ده، چې له دغو لوبو پياوړي لوبغاړي چاڼ کېږي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد بيا د اتصالاتو له مخابراتي شرکت څخه مننه کوي چې تل يې د کرکټ په هره برخه کې مرسته کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو ولايتي سياليو لپاره د کابل په نړيوال لوبغالي کې د بيارغونې يو شمېر کارونه پيل شوي او دا لوبغالى به په راتلونکو څو ورځو کې د لوبو لپاره اماده شي.

ډاکټر مراد د کرکټ له مينه والو وغوښتل، چې د کرکټ د ښو  لوبو  ليدلو او د لوبغاړو د تشويق لپاره دغو  ميدانونو ته ورشي.