کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د کرکټ نړيوالې شورا په خپلې کلنۍ غونډه کې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره د نږدې نيم ميليون امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د کرکټ د نړيوالې شورا (اى سي سي) د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د کرکټ د نړيوالې شورا او د دې شورا د نړيوال پرمختيايي پروګرام په ګډه دوه ورځنۍ غونډه کې وشوه، چې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د اى سي سي په مقر کې جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان کرکت پرمختګ او په کابل کې د کرکټ د يوې عصري اکاډمۍ جوړولو او نورو کارونو لپاره د ٤٢٢ زرو امريکايي ډالرو د مرستې پرېکړه وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې د اى سي سي لوى رييس الن اساک، د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو او د دويمې او د رېيمې درجې هېوادونو (ايسو سي اېټ، ايفيلييټ) د کرکټ ادارو مسوولينو او استازو ګډون درلود.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد، چې په دې غونډه کې يې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى و، وايي، چې په ياده کې غونډه کې يې ګډونوالو ته د افغانستان کرکټ په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
هغه چې له دوبۍ څخه يې د ټېلېفون پر ليکه له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې زياته کړه، چې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو، کورني کرکټ او د کرکټ ادارې د پرمختګونو په اړه يې د کرکټ د نړيوالې شورا ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي له افغانستان سره د اى سي سي له خوا د يادې مرستې هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړيوالې شورا له افغانستان سره دومره مرسته او پاملرنه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((موږ د کرکټ نړيوالې شورا ته په کابل کې د يوې عصري اکاډمۍ پروپوزل وړاندې کړى و، چې له نېکه مرغه د هغوى له خوا ومنل شو.))
ډاکټر مراد وايي، چې د اى سي سي له دې مرستې او پاملرنې سره به په افغانستان کې کرکټ نور هم پرمختګ وکړي او د اسانتياوو په برابرولو سره به ملي لوبډلې په نړيوالو سياليو کې نورې ښې لاسته راوړنې هم ولري.










