ژبه

بارانونو په کندهار کې زيان اړولى

کندهار (پژواک ٣ غويى ٩٢): که څه هم د کندهار د ښاروالۍ مسوولينو ويلي، چې په کندهار کې د تېرې شپې توپاني باد او باران کوم زيان نه درلود، خو د کرنې رياست چارواکي وايي، چې په دامان ولسوالۍ کې يې يو دوه کلن ماشوم او تر ٥٠ زيات څاروي وژلي دي.

په کندهار کې تېره شپه شاوخوا لس بجې سخت توپاني باران پيل شو، چې د توند باد او برېښنا تر څنګ ورسره تېزه ږلۍ هم مله وه.

د کندهار ښاروالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه توپاني باد او باران په ښار کې کوم زيان نه درلود، خو په يوې ولسوالۍ کې يې مالي او ځاني زيان اړولى دى.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير احمدشاه روشن وايي، چې تېره شپه باران ډېر تېز او د ١٢ ملي متره په کچه و، چې په ولسواليو کې يې کرنه او مالداري زيانمنه کړې ده.

د ده په وينا، دغه تېز باد او باران د دامان ولسوالۍ په ګډون په ځينو نورو ولسواليو کې په ١٨٠٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کښتونه خراب کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دامان ولسوالۍ کې د تېرې شپې توپاني باران له امله يو دوه کلن ماشوم مړ او تر پنځوس ډېر څاروي له منځه تللي دي.

د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د پسرلي په موسم کې دغه راز اورښتونه خورا تاواني دي او که دوام وکړي، نو کرنيز حاصلات زيانمنوي.

بلخوا بيا ويل کېږي، چې د تېرې شپې د اورښتونو له امله د ښار پر ټولو سړکونو باندې د باران اوبو لاره کړې وه او ان يو شمېر کورونو ته هم ننوتې دي.

خو له دې زياتو اوبو سره سره بيا هم د ځاني او مالي زيانونو په اړه رپورټونه نه دي ورکړل شوي، چې ښاروالي يې د خپلو هڅو پايله بولي.

د کندهار مرستيال ښاروال محمدنسيم رضايي په خبري غونډه کې وويل، چې د دوى کارکوونکي د اورښتونو له پيل سره سم، د ښار بېلابېلو برخو ته ولاړل او هلته يې د شپې تر ناوخته د لښتيو په پاکولو، د پولچکونو په خلاصولو او د کثافاتو په لرې کولو لاس پورې کړ.

هغه وايي، د دغه کار په پايله کې د باراني اوبو مخه خلاصه شوه او ځايي اوسېدونکو ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتي.

تېر کال هم په دغه موسم کې اورښتونه وشول، چې په پايله کې يې د مېوه لرونکو ونو ګل ته زيان واوښت او نور تاوانونه يې هم رامنځته کړل.

بلخوا راپورونه وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم د تېرې شپې باران او توفان خلکو ته درانه زيانونه اړولي دي.

ورته موضوع