منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر کرزي د کندهار د ترافيکي پېښې د څېړلو امر وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

کابل ( پژواک ٦ غويى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي د کندهار پر ترافيکي پېښې خواشيني څرګنده کړې او اړوندو ارګانونو ته يې سپارښتنه کړې، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د هلمند – کندهار پر لويه لاره نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٤٥ تنه مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

له ارګ څخه  د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامد کرزي پر دې پېښې سخت خواشينى شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر اړوندو وزارتونو ته دنده سپارلې، چې ددې پېښې د څرنګوالي پېښه وڅېړي.

ولسمشر حامد کرزي ددې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي او د ټپيانو د رغېدو دعا يې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر پخوا هم دداډول ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره احکام صادر کړي وو او اوس يو ځل له ترانسپورټي خصوصي شرکتونو څخه يې غوښتي ، چې پر لويو لارو دې له احتياط څخه کار واخلي او ترافيکي اصول دې مراعت کړي.