منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

تېره اونۍ طبيعي او ترافيکي پېښو ٢٧٨ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): تېره اونۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طبيعي او ترافيکي پېښو له امله شاوخوا ٢٧٨ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه مرګ ژوبلې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د زلزلې، سېلابونو، بارانونو، تندر پرېوتو او ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوې دي.

د تېرې اونۍ  تر ټولو خونړۍ پېښه د افغانستان په ختيځ کې شوې زلزله وه، چې له امله يې ١٧ تنه مړه او شاوخوا ١٤٠ تنه نور ژوبل شول.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته د يادې مرګ ژوبلې د تاييد ترڅنګ وويل، چې ولايتي اداره له ځپل شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل کړې ده.

دغه راز په شمالي ولايت بلخ کې د سېلابونو له امله ٢٠ تنه مړه او سلګونه کورونه ويجاړ شول.

په سوېلي ولايت کندهار کې د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ٤٥ تنه مړه او تر ١٠ نور ژوبل شول.

په همدې توګه په ننګرهار، پروان او غزني ولايتونو کې هم د ترافيکي پېښو له امله شاوخوا لس تنه مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د تېرې اونۍ پر مهال په پروان ولايت کې د تندر پرېوتو له امله يو تن مړ او ١١ نور ژوبل شوي دي.

دغه راز سېلابونو په پروان او بغلان ولايتونو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.