کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د ايليټ کپ سياليو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روانه شوه.
ماليزيا ته تر روانېدو مخکې د غويي په ٧مه د ١٩ کلنو ملي لوبډلې نوى کپتان ناصر جمال احمدزي د کابل په نړيوال لوبغالي کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د راتلونکو سياليو لپاره بشپړ تياريانې نيولې دي.
هغه زياته کړه، چې له تېرو نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د پاکستان په لاهور او پېښور ښارونو کې تمرينات او له ځايي لوبډلو سره تمريناتي لوبې کړې او پايله به يې د ماليزيا په سياليو کې معلومه شي.
نوموړي د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې د تمريناتو او روزنې ښې اسانتياوې برابرې کړې وې.
د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکى دولت خان احمدزى وايي، چې دوى په تېرو ٤٠ ورځو کې په پاکستان کې د تمريناتو پر مهال لوبغاړو ته د کرکټ په هره برخه کې روزنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، دوى هره ورځ په درېيو برخو کې لوبغاړو ته د کرکټ د تخنيکونو او تکتيکونو ترڅنګ هغوى ته ذهني او جسماني روزنه هم ورکړې ده.
ده زياته کړه: ((له لوبغاړو سره مو ډېره خواري کړې او هيله من يو چې په ماليزيا کې ښې لاسته راوړنې ولرو.))
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، د ماليزيا په سياليو کې لس لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو کې وېشل شوي دي.
د ده په وينا، په الف ګروپ کې افغانستان، هانګ کانګ، امارات ، تايلينډ او سعودي عربستان او په ب ګروپ کې نيپال، قطر، بحرين ، ماليزيا او کويټ لوبډلې شاملې دي.
هوتک وايي، چې د دغو لوبو د مهال وېش له مخې د مى په دويمه نېټه (د غويي ١٢مه) به د کرکټ د مسوولينو، کپتانانو او د لوبډلو د منېجرانو ترمنځ غونډه جوړېږي او لوبډلې به خپل تمرينات ترسره کېږي.
نوموړى زياتوي، چې دا سيالۍ د مې په درېيمه پيلېږي، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په همدې ورځ له سعودي عربستان سره، د مى په څلورمه له متحده عربي اماراتو سره، د مې په شپږمه له تايلينډ سره او د مې په اوومه له هانګ کانګ سره خپله وروستۍ لوبه کوي.
د مې په لسمه به د دغو سياليو سيمي فاينل يا نيمه پاى پاى لوبې او په يوولسمه نېټه به پاى لوبه ترسره شې، د مىېپه ١٢مه، به لوبډلې بېرته د خپلو هېوادونو په لوري وخوځېږي.
دا لوبې د ماليزيا پر وخت د سهار په نهه نيمو بجو چې د افغانستان د سهار له شپږو بجو سره سمون خوري پيلېږي.
د دغو سياليو ګټونکې لوبډله به د ٢٠١٤ کال د ١٩کلنو لوبډلو په نړيوال جام کې، چې په اماراتو کې ترسره کېږي، ګډون کوي. امارات د کوربه هېواد په توګه لا د مخه د ١٩ کلنو نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.
د ١٩ کلنو په ملي لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي.
ناصر جمال احمدزی (کپتان)، حشمت الله شهيدي (مرستيال کپتان) شرف الدين اشرف ، سيد شېرزاد، يونس احمدزی، عبدالرحيم منګل، شاهدالله ، جاوېد خان، ضاءالرحمن اکبر، مسلم موسی ، سيد وحيدالله شفق، ظاهر، منير احمد او خيبر عمر.










