منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

وروستيو ورښتونو د پکتيکا په يو شمېر سيمو کې درانه زيانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

خوست ښار (پژواک ٧ غويى ٩٢): د پکتيکا چارواکي وايي، چې بارانونو او ګلۍ د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې نږدې دوه زره او دوه سوه کورنۍ زيانمنې کړې دي.

د ياد ولايت د مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د د کټواز سيمې په اتو ولسواليو (يوسف خېل، خيرکوټ، جاني خېل، يحي خېل، خوشامند، تروې، وړممۍ او وازيخوا) کې پر له پسې سخت بارانونه او ګلۍ شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغو ورښتونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي او  نږدې ۲۲۰۰ کورنۍ زيانمنې شوې  او ٢٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو سختو ورښتونو د همدغو اتو ولسواليو پر نږدې ۵۰۰  جريبه ځمکې کرل شوي فصلونه او باغونه زيانمن کړي دي.

د پکتيکا ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مشر عبدالهادي هادي وايي، چې د ولايت مقام په لارښونه يې د يوه څلور کسيز پلاوي په ترکيب چې په کې د ولايتي شورا، سرې مياشتې، کرنې مالدارۍ او  د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست استازي ګډون لري، په بېړني ډول يې د لومړنيو مرستو په موخه سروې پيل کړې ده.

د پکتيکا ولايت مقام په هېواد کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له عالي ادارې د لومړنيو خوراکي توکو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي، تر څو زيانمنې کورنۍ له نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان نه شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بارانونو، سېلابونو، زلزلې او ترافيکي پېښو له امله سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.