کابل (پژواک٨ غويى٩٢): ولسمشر حامد کرزي له دوو اروپايي هېوادونو فنلنډ او ډنمارک سره د اوږدمهاله همکاريو د هوکړه ليک د لاسليکولو لپاره نن غرمه درېيو اروپايي هېوادونو ته خپل سفر پيل کړ.
کرزى به ددې سفر په لړ کې له استونيا څخه هم کتنه وکړي.
د ولسمشر د وياند له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر به لومړى فنلډ ته لاړ شي او ددغه هېواد له ولسمشر سوالي نينيستو سره تر کتنې وروسته له صدراعظم جيارکي کتينن سره سبا د اوږدمهاله همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړي.
تر فنلنډ ورسته به کرزى د دوه اړخيزه اړيکو پر سر د خبرو لپاره استونيا ته لاړ شي چې تر هغه وروسته به د ډنمارک پر لور وخوځېږي.
د خبرپاڼې دملعوماتو له مخې ولسمشر به ډنمارک ته په خپل سفر کې ددې هېواد له صدراعظمې هيلې تورننګ شمتت او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړي.
افغانستان تېر کال هم د انګستان، فرانسې، جرمني او ايټاليا په ګډون له يو شمېر نورو هېوادونو سره تېر کال د اوږدمهال همکاريو سندونه لاسليک کړل.
افغان چارواکي وايي چې ددې سندونو د لاسليکولو موخه د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړي کول او د اوږدې مودې لپاره له افغانستان څخه ددغو هېوادونو ملاتړ دى.
په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، په نړيوالو چاروکې د جمهوررييس سلاکار وزير يحيی معروفي او ځېنې نور دولتي چارواکي د ولسمشر ملتيا کوي.