ژبه

افغان لوبغاړو د سنوکر اسيايي سياليو کې خپل سيالان مات کړل

جاوېد هميم کاکړ

۱۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۶:۱۴

Views: ۴۵

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٢): افغان لوبغاړي د سنوکر په اسيايي سياليو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره مخ پر وړاندې ځي.

د افغانستان ملي اولمپيک کمېټې وياند مجيب الرحمن رحماني د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ درې ورځې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د سنوکر په ٢٩مې اسيايي سياليو کې د ١٦ هېوادونو لسګونو لوبغاړو برخه اخيستې او په څو ګروپونو کې وېشل شوي دي.

رحماني وويل، چې تر اوسه په دغو سياليو کې د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد صالح خپلو پاکستاني، منګوليايي او ايراني سيالانو او بل افغان لوبغاړي رييس خان سينزي خپل سريلانکايي سيال ته ماتې ورکړې ده.

د نوموړي په وينا، صالح محمد صالح د دغو سياليو دويم پړاو ته لار موندلې ده.

د يادونې ده، هندوستان چې تېر کال يې د سنوکر د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړې وه، په پاکستان کې د نا امنيوله امله يې دغه ‌ځل په دغو سياليو کې ګډون نه دى کړى.