منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيا کرکټ لوبډلې کابل ته ماتې ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٥ غويى ٩٢ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د دولسو ولايتونو ترمنځ اتصالات د بابای ملت ايليټ جام سياليو په لړ کې د پکتيا ولايت کرکټ لوبډلې کابل لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او ددې سياليو پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه نن د )غويي په ١٥مه( د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د شمشاد خصوصي تلويزيون لi خوا په ژوندۍ بڼه خپرېده.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او لومړى يې خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه ، د کابل لوبډلې په ٣٠ اورونو کې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو ۶۸ منډې جوړې او د پکتيا لوبډلې ته يې د ۶۹ منډو هدف وټاکه.

هغه زياته کړه ، چې د کابل له لوري په توپوهنه کې اېمل ۱۸ او لوبډلمشر محمد الطاف ۱۰ منډی جوړې کړې.  د پکتيا له لوري زهير خان تر ټولو ښه توپ اچونه (بالينګ) وکړ او د کابل لوبډلې ۵ پياوړي لوبغاړي يې وسوځول.

د پکتيا لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ۱۶،۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه لوبه يې وګټله او پاى لوبې ته يې هم لاره پيدا کړه.

د پکتيا له لوري فضل نيازي ۳۴ او فضل ځاځي ۲۲ منډی جوړې کړې .

د پکتيا لوبغاړي زهير خان، چې د کابل پنځه لوبغاړي يې سوځولي وو، د نيمه پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، چې د افغانستان کرکټ بورډ د لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود له خوا ورته جايزه ورکړل شوه .

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نور محمد مراد دغه لوبې د ولايتي لوبغاړو لپاره ارزښتناکې وبللې او زياته يې کړه ، چی ددې سياليو په لړ کې به د ښو لوبغاړو لاسته راوړنې وارزوي.

دا لوبې دوه اونۍ مخکې په ننګرهار ولايت کې پيل شوې وې ،  خو نيمه پايلوبې او پاى لوبه يې د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي .

سبا به ددې سياليو دويمه نيمه پاى لوبه د ننګرهار او لغمان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.