هرات ښار (پژواک ١٥ غويى ٩٢): روغتيايي چارواکي وايي، چې د ترافيکي پېښو له امله د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د هرات روغتونونو ته نږدې شپږنیم سوه ټپيان او شپږ مړي ور وړل شوي دي.
د هرات روغتیایي کارکوونکي وایي، چې تر جګړو د ترافیکي پېښو قربانیان ډېر وروړل کېږي او د تېرو کلونو په پرتله سږ د ترافيکي پېښو د قربانيانو کچه خورا ډېره شوې ده.
په هرات کې د حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شېرزي پژواک اژانس ته وویل، چې د تېرې وري میاشتې په ترڅ کې د ترافیکي پېښو له امله ۶۴۰ ټپیان او شپږ مړي وروړل شوي، چې د قربانیانو ۳۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
د هغه په وينا، تېر کال په منځنۍ کچه د ترافيکي پېښو له امله د ورځې ۱۵ تنه ټپيان وروړل کېدل، خو سږ کال د ورته ټپيانو ورځنی شمېر له ۲۵ تر ۳۰ تنو رسېدلی دی.
د هرات د ترافیکو مدیر سمونوال امین الله میهن یار د روغتون ارقام تایید کړل او تر ډېره يې لامل د موټرسایکلونو او د ریکشاوو چلول وښودل او د سړکونو خرابي، د چلوونکو له خوا د امني خولیو نه پر سر کول او د سفر پر مهال د کمربند او نورو ترافيکي قوانینو نه مراعاتول یاد کړل.
د هغه په وينا، په هرات کې د ترافيکي پوليسو د تشکیلاتو کمښت هم لويه ستونزه ده، په ټولو واټونو کې بشپړ کنټرول نه شي کولی.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د کم عمره ځوانانو له خوا د موټرو چلول هم د ترافيکو قوانينو خلاف کړنه ده، چې په دغه ولايت کې ترسره کېږي او ډېرى وخت دغه ډول پېښې له همدې امله رامنځ ته کېږي.
د ده په خبره، هرات ښار د ۵۰ زره وسایطو د تګ راتګ وړتيا لري، خو دا مهال په کې تر ۲۱۵ زره وسایط چلېږي، چې تر ۱۰۰ زرو ډېر یې موټرسایکل او ریکشاوې دي.
د هرات د غوریانو ولسوالۍ اوسېدونکي ۲۷ کلن جاوېد، چې د ترافیکي پېښې له امله یې پښه ټپي شوې ده، پژواک اژانس ته وویل: ((زه تېره اونۍ د غوریانو ښار منځ کې د ترافیکي اشارو د موټرو د توقف پر مهال پر سړک روان وم، یو کرولا موټر ووهلم او وتښتېد.))
د يادونې ده، چې د هرات د ترافیکو مامورين په موټر چلولو کې د زورواکو بې قانوني هم يادوي، چې ډېر وخت ترافيکي قوانينو ته اهميت نه ورکوي.