منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ سياليو کې تايلينډ ته لويه ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د ايليټ کپ په سياليو کې د تايلينډ لوبډلې ته لويه ماتې  ورکړه.

د لسو اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې دي.  

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځوانانو ملي لوبډله نن خپله درېيمه لوبه له تايلينډ سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، د افغانستان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته لومړى لوبه وکړه او په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٤٢١ منډې جوړې کړې او تايلينډ ته يې د ٤٢٢ منډو هدف کېښود.

په دې لوبه کې د افغانستان ټولو لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه، خو په ځانګړې توګه توپ وهونکي حشمت الله شاهد په زړه پورې لوبه وکړه او ١٥٣ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

هوتک وايي، چې دغه راز په دې لوبه کې کبير محمد ٨٨، شاهدالله ٦٧، منير احمد ٣١ او ناصر احمدزي ٢١ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د تايلينډ لوبډله د افغانستان د ځوانو لوبغاړو د ښې توپ اچونې له امله ونه شو کړاى چې منډې جوړې کړې او ټوله لوبډه يې يواځې په ٢٦ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٣٩٥ منډو په ډېر لوى توپير سره وګټله.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان له لوري ضياء الرحمن اکبر د تايلينډ درې، سيد شېرزاد دوه، ناصر احمدزي، شاهدالله او جاوېد يو يو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان تر دې مخکې سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لوبډلو ته هم لويې ماتې ورکړې وې.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان سبا خپل وروستۍ لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ماليزيا په سياليو کې لس لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي.

په الف ګروپ  کې  افغانستان، هانګ کانګ، امارات ، تايلينډ او سعودي عربستان او په ب ګروپ  کې  نيپال، قطر، بحرين ، ماليزيا او کويټ لوبډلې شاملې دي.

دا لوبې د ماليزيا پر وخت د سهار په نهه نيمو بجو چې د افغانستان د سهار له شپږو بجو سره سمون خوري پيلېږي.

د دغو سياليو ګټونکې لوبډله به د ٢٠١٤ کال د ١٩کلنو لوبډلو په نړيوال جام کې، چې په اماراتو کې ترسره کېږي، ګډون کوي. امارات د کوربه هېواد په توګه لا د مخه د ١٩ کلنو  نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.