کابل ( پژواک ١٦ غويى ٩٢ ) : د اتصالات بابای ملت ايليټ جام سياليو په دويمه نيمه پاى لوبه کې د ننګرهار ولايت لوبډلې لغمان ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
دويمه نيمه پاى لوبه نن د غويي په ١٦مه، د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې سلګونه کسان يې نندارې ته راغلي وو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د لوبې پچه ننګرهار وګټله او لومړی يې د توپ وهنې (بيټنګ) پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه ،چې د ننګرهار لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٣ منډې جوړې کړې او لغمان ته يې د ۲۱۴ منډو هدف وټاکه .
د ننګرهار له لوري شوکت زمان ۵۴، همايون او باطن شاه ، ٢٧ ، ۲۷ منډې جوړې کړې او د لغمان له لوري احمدضياء ۳ او عبدالرشيد د ننګرهار دوه لوبغاړي وسوځول.
فريد هوتک وايي، چې د لغمان لوبډلې ونه شواى کړاى چې ياد هدف ترلاسه کړي او ټولې لوبډلې يې په ۴۰.۵ اوورونو کې يواځې ١٦ منډې جوړې کړې.
د ننګرهار له لوري محمد نسيم ۳ او عبدالله عادل دوه لوبغاړي وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی شوکت زمان اعلان شو.
پرون پکتيا کابل ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړې وه، پاى لوبه سبا د ننګرهار او پکتيا لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي .









