کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د هېواد د کرکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله په ماليزيا کې د ايليټ جام له ګټلو وروسته په کابل کې د يو لړ مراسمو د نيولو په ترڅ کې ونازول شوه.
د ١٩ کلنو ملي لوبډله تېره اونۍ په ماليزيا کې د لسو هېوادونو په ګډون د اسيا ايليټ کپ اتلولۍ وګټله او نړيوال جام ته يې هم لاره پيدا کړه.
تېره شپه په کابل کې د اتلې لوبډلې په وياړ غونډه وشوه، چې په کې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، سلاکار وزير او د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود، د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د چارو ادارې لوی رييس ډاکټر صادق مدبر، د ملي شورا غړو، د لوګر والي ارسلا جمال او د يو شمېر وزارتونو استازو، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد او د کرکټ لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود په پرانيستونکې وينا کې د ملي نولس کلنو لوبډلې وروستۍ برياوې د سيمې په کچه بې سارې وګڼلې او زياته يې کړه، چې کرکټ بورډ د ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره روزنيز پروګرامونه په لاره اچولي وو او ښه پايله يې درلوده.
مسعود زياته کړه، د وياړ خبره دا ده چې دغه ځل د بهرني روزونکي پر ځای ملي روزونکو خپله اغېزمنتيا په ډېر برياليتوب سره په ډاګه کړه او ويې ښودل، چې اوس افغانستان بهرنيو روزونکو ته اړتيا نه لري.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال د ملي نولس کلنې لوبډلې برياوو مبارکي ټول ولس ته وړاندې کړه او زياته يې کړه، چې د خپلې خوښۍ د ښودلو لپاره الفاظ نه لري.
نوموړي د نولس کلنو لوبډلې استعداد او جرئت وستايه او ويې ويل، چې افغانان په هر ډګر کې د پام وړ استعدادونه لري.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار د کرکټ د نولس کلنو لوبډلې برياوې وستايلې او زياته يې کړه، چې دغه اتلان يواځې د سپورتي ډګر اتلان نه، بلکې د ولس ريښتيني مېړني استازي دي.
د ملي اېتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وينا کې وويل، چې کرکټ د نورو ټولو سپورتي برخو په پرتله د پام وړ اتلولۍ راوړې دي.
نوموړي زياته کړه، کرکټ يو ملي بهير دی چې په يو مليت او قوم پورې اړه نه لري.
هغه زياته کړه: ((زه د يو افغان په صفت د خپلو ملي اتلانو برياوې ستايم او د کرکټ بورډ ادارې مديريت د برياليتوبونو په برخه کې يو اړين اصل بولم.))
د اتصالاتو مخابراتي شرکت استازي ذکريا حسن د ملي نولس کلنو لوبډلې برياوې وستايلې او زياته يې کړه، چې د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ تل د اتلانو ملاتړ کړی او په راتلونکي کې به هم د دغو اتلانو ملاتړ کوي.
د غونډې په پاى کې د ملي نولس کلنو لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ له لوري برابرې شوې ډالۍ ووېشل شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن