منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د څرخي پله زندان ته څېرمه د لګېدلي اور مخه ونيول شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): د کابل د څرخي پله زندان ته څېرمه د زندان په يوه نوې جوړېدونکې ودانۍ کې لګېدلى اور کنټرول شوى او ځاني زيان نه لري.

د زندانونو عمومى رييس لوى پاسوال اميرمحمد جمشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اور نن شاوخوا دوې بجې د برېښنا د شارټۍ له امله ولګېد.

دى وايي، هغه ودانۍ چې اور په کې لګېدلى، د ملي دفاع وزارت د زندان لپاره د يو امريکايي ودانيز شرکت له خوا جوړيږي او د برېښنا ياده شارتي د دغه شرکت د کارکوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې وه.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه نوې جوړېدونکې ودانې د څرخي پله زندان د ودانۍ په شاوخو سل مترۍ کې موقعيت لري.

د هغه په وينا، په دې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ځيني ودانيز توکي لکه لرګې، سمنټ او داسې نور سوځېدلي خو ځاني زيان نه لري.

د کابل د اطفايې  مدير محمدکاظم وايي، چې اوس (له غرمې وروسته درې بجې او شل دقيقې) لګېدلى اور د مړ کولو په حال کې دى.

دى هم وايي، چې دغه اورلګېدنه د ولډينګ پر مهال د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې او ځيني ودانيز توکي يې سوځولي دي .

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يو ساعت مخکې دوو امنيتي سرچينو پژواک ته ويلي وو چې په ياد زندان کې د تېلو يو ټانکر اور اخيستى او مالي زيان يې اړولى دى.