کابل (پژواک٢٦غويى٩٢): مشرانو جرګې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هېواد د کرکټ ١٩ کلنو لوبغاړو ،د کرکټ بورډ مشر ، ځينو نورو غړيو او د پژواک خبري اژانس خبريال ته مډالونه ورکړل .
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تېره اونۍ په ماليزيا کې د لسو هېوادونو په ګډون د اسيا ايليټ کپ اتلولي وګټله او نړيوال جام ته يې هم لاره پيدا کړه.
د مشرانو جرګې له لوري د مډالونو ورکولو دغه مراسم نن د ملي شورا د ولسي جرګې د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شول .
په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د اسيا ايليټ کپ په سياليو کې د نولسو کلنو لوبغاړو په اتلوالۍ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ، چې دغه لوبغاړي بايد خپلې هڅې ډيرې کړي ، ترڅو په دې وتوانيږي ، چې په نړيوالو سياليو کې هم لومړى ځاى ترلاسه کړي .
هغه زياته کړه : ((ستاسو بريا يواځې ستاسو نه، بلکې د ټول افغانستان ده ، ځکه تاسو د نړۍ په کوټ کوټ کې د افغانستان بيرغ ورپاوه.))
مسلميار د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ته وويل ، چې د افغانستان خلکو د اتلسو ميليونو ځوانانو په منځ کې تاسو د دې لپاره غوره کړي ياست ، چې هېواد ته برياوې راوړئ .
هغه زياته کړه : ((تاسو بايد ډيرې هڅې وکړئ، ترڅو د خلکو دغه باور مات نه کړئ او برياوې ترلاسه کړئ .))
مسلميار د مشرانو جرګې په استازيتوب له يادو لوبغاړو سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه .
د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود په ياده غونډه کې وويل ، چې د لږو امکاناتو په لرلو سره بيا هم د نولس کلنو لوبډلې وروستۍ برياوې د سيمې په کچه بې ساري دي.
هغه زياته کړه : ((زموږ امکانات محدود دي، خو زموږ لوبغاړي ښه استعدادونه لري او د اسلام په دين کلک باور لري، ځکه تل برياوې ترلاسه کوي .))
مسعود د مشرانو جرګې له لوري يادو لوبغاړو ته دمډالونو ورکول وستايل او ويې ويل ،چې د دې مډالونو په اخيستو سره د دې لوبغاړو او کرکټ بورډ مسووليت دوه برابره شو .
هغه زياته کړه : ((د ملت کور موږ ته مډالونه راکړل اوس نو موږ بايد خپلې وروستۍ هڅې وکړو، ترڅو هېواد ته برياوې راوړي .))
د کرکټ بورډ مشر هيله وښوده ، چې په راتلوونکو نړيوالو سياليو کې به هم د افغانستان دکرکټ ١٩ کلن لوبغاړي وکولاى شي ، چې اتلولي ترلاسه کړي .
د کرکټ د ١٩ کلنو لوبغاړو لوبډلې کپتان ناصر جمال پژواک خبري اژانس ته وويل : ((زه دمشرانو جرګې له ستايلو او مډالونو څخه ډير خوښ يم او مننه ترې کوم .))
هغه وويل ، چې د دوى لوبډلې د پخوا په پرتله اوس خپلې ورزشي هڅې زياتې کړې دي، ترڅو وکولاى شي هېواد ته اتلوالي راوړي .
هغه د شته ستونزو په برخه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( نه د خداى پاک فضل دى اوس موږ هيڅ ډول ستونزې د کرکټ په برخه کې نه لرو.))
د نننۍ غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چې د هېواد رسنيو د سياسي او اقتصادي پېښو او موضوعاتو ترڅنګ تل هڅه کړې ، چې ورزشي فعاليتونه هم په ښه توګه خپاره کړي .
هغه د پارلماني خبريالانو د کمېټي په استازيتوب د يادې کمېټي مشر او د پژواک خبري اژانس خبريال اباسين زهير ته هم د مشرانو جرګې مډال ورکړ او ژمنه يې وکړه ، چې په راتلونکي به د يادې کميټې نورو غړيو ته هم ستاينليکونه ورکړل شي.










