باميان (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د حاجيګک کوتل، چې د باميان – کابل لويه لاره پرې تېرېږي، له اته مياشتيني بندښت وروسته د ځايي خلکو له خوا د ترافيکو پر مخ پرانيستل شو.
دغه لويه لاره، چې د تېر کال د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې د يخ او واورو له امله بنده وه، تېر مازيګر د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه.
حاجيګک کوتل له ميدان وردګو ولايت څخه کابل ته د باميانو لنډه لاره ده.
باميان –کابل د شيبرکوتل او پروان ولايت له لارې هم سره نښلول کېږي، خو د شيبرکوتل لاره د حاجيګک په پرتله اوږده ده.
د دغه کوتل له لارې د باميان-کابل واټن ١٧٥کيلومتره دى، خو د شيبر لاره بيا ٢٣٥ کيلومتره دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي جعفرمحمدي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ په انتظار وو، چې دولت به د تېرو کلونو په څېر دغه لاره خلاصه کړي، خو د نه پاملرنې له امله يې اړ شوو، چې کوتل د خپلې ستونزې د هوارۍ لپاره پاک کړو.))
هغه زياته کړه، د عمران ودانيز شرکت وسايل، چې له باميانو څخه د ميدان وردګو ولايت د بهسودو لومړۍ حصې ته روان او په ياد کوتل کې بند وو، له خلکو سره يې د دې لارې په خلاصولو کې همکاري کړې ده.
له باميانو څخه کابل ته د دغه کوتل له لارې تلونکي مسافر وايي، چې د دې لارې کرايه د شيبر لارې په نسبت ٢٠٠ کمه ده.
د محمد جاوېد په نوم يوه مسافر وويل، چې د شيبر لارې په پرتله يې ١٥٠ افغانۍ کمه کرايه ورکړې او په ٥٥٠ افغانۍ باميانو ته راغلى دى.
هغه زياته کړه، بلخوا د ميدان وردګو ولايت لاره يواځې له جلريز تر ميدان ښاره يو څه نا امنه ده، خو د شيبر لاره له شيبر غاښي نيولې د پروان تر پل مټک پورې، چې درې ساعته مزل لري، نا امنه ده.
د کابل-باميان لين موټرچلوونکي محمدخليل وويل، مسافر زيات خوشحاله دي، چې د حاجيګک له لارې کابل ته تګ راتګ کوي.
هغه زياته کړه، په دې لاره مزل د شيبر په نسبت يو نيم ساعت مخکې دى او همدا علت دى، چې مسافر په دې لاره کابل ته مخکې رسېږي او په دې لاره تګ راتګ ته زړه ښه کوي.
د باميانو د ليني موټرو د ترانسپورټ يوه استازي محمدحسين هم وويل، چې د دې لارې په خلاصون سره به د توکو د لېږد بيه هم راښکته شي.
هغه زياته کړه، چې د شيبر له لارې د يو من جنس (اوه کيلو) د لېږد بيه لس افغانۍ، خو د حاجي ګک له لارې دغه کرايه اته افغانۍ ده.
هغه زياته کړه، چې نن شپږ مسافر وړونکي تونس او فلاينکوچ موټرو د حاجيګک له لارې کابل ته حرکت وکړ او تېره ورځ يواځې دوه فلاينکوچ په ياده لاره کابل ته راغلي وو.
د ويلو ده، چې د حاجيګک کوتل د ١٣٩١ لمريز کال د وري مياشتې په وروستيو کې له پنځه مياشتيني بندښت وروسته د سړک جوړونې يوه شرکت له خوا له واورې پاک او د ترافيکو پرمخ پرانېستل شو.










