منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پر پخواني جهادي مشر حاجي حیات الله ځانمرګی برید وشو

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

اسلام آباد)پژواک،٣ غبرګولى ٩٢) : په پېښور کې د جمعې له لمانځه وروسته ځانمرګى  بريد ترسره شو.

د پوليسو په وينا، چې دغه بريد د پېښور په پجګۍ روډ د فقير آباد په سيمه کې شوى او درې تنه په کې وژل شوي دي.

 د پېښې يوه عيني شاهد وحيد الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د بريد موخه د افغان مذهبي مشر مولوي شيخ جميل الرحمن وراره حاجي حیات الله و.

 ده وويل ، چې ځانمرګي بريد کوونکي د حاجي حیات الله موټر ته څېرمه ځان والوځاوه ،خو نوموړى په دې موټر کې نه و.

 د پېښور ډپټي کمشنر جاويد مرت د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل ، چې په دغه بريد کې د حاجي حیات الله موټر چلوونکى اوساتونکي وژل شوي دي .

 د ماينونو د شنډونکې ادارې د مشر شفقت ملک په وينا ،چې ځانمرګي بريدکوونکي تر شپږو کيلوګرامه پورې چاودېدونکي توکى پر ځان پورې تړلي و.

 ده وويل ، چې په دې بريد کې يوموټر ويجاړ شوى او د مدرسه جامعة العلوم اسلاميه ديوالونو ته هم زيان اوښتى دى.

 د پېښور ليډي ريډنګ روغتون مسوولينو هم رسينو ته ويلي، چې د درېيو تنو مړي روغتون ته راوړل شوي .

  ددغه بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .