منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

يوتن محلي پوليس خپل درې ملګري په ډزو ووژل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۳ کتنې

ترينکوټ ( پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې يوتن محلي پوليس خپل درې ملګري په ډزو  وژلي او له څلور ميله وسلو سره تښتېدلى دى.

د چارچينو ولسوال محمداسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ د دې ولسوالۍ په لوېديځ کې د محلي پوليسو په يوه پوسته کې د پوليسو تر منځ  له  لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه.

هغه وويل، چې بريدکوونکى پوليس له دې امله په تښته بريالى شوى، چې په ياده پوسته کې نور پوليس نه و.

ده زياته کړه ،چې بريدکوونکي ، درې ميله کلاشينکوف او يو ميل پيکا هم له ځان سره وړي دي .

وسله والو مخالفينو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د تېرې مياشتې په ٢٣مه هم د اروزګان ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې په يوه پوسته کې يوه پوليس څلور نور پوليس ووژل او په خپله په تښته بريالى شو.