پلخمري (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٢): د يوې کورنۍ د هغو اوو تنو مړي نن له اوبو را و ايستل شول، چې دوه ورځې مخکې د بغلان د دوشي په سيند کې ډوب شوي وو.
د يادې کورنۍ لس غړي د غبرګولي په ١٣مه له کابل څخه مزارشريف ته پر لاره وو، چې له سراچه موټر سره يو ځاى سيند ته ولوېدل.
له دوو ساعتونو وروسته له يادو کسانو يوازې پلار، د هغه زوى او لور وژغورل شول او پاتې اوه تنه نور له موټر سره يو ځاى نادرکه شول.
خو سيمه ييز چارواکي وايي، چې نن دغه اوه تنه مړي له موټر سره يو ځاى له سيند څخه را ايستل شوي دي.
د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو مړو کې يوه مور، دوه يې لوڼې، يو زوى او يو پل سړى شامل دي.
هغه زياته کړه، چې مړي د خلکو په همکارۍ د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له لوري ار ايستل شوي دي.
هغه زياته کړه، د دغو کسانو مړي د پېښې له سيمې يو کيلومتر لرې موندل شوي دي.
د بغلان د ترافيکو مدير سمونوال سيد محبوب سادات د پېښې په ورځ ويلي و، چې دغه موټر له يوه کرولا موټر سره تر ټکر وروسته د دوشي ولسوالۍ په سرپل کې سيند ته ولوېد.
د ترافيکو مدير د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي ښودلې وه او زياته کړې يې وه، چې د کرولا موټر دوه سپرلۍ هم ټپيانې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه د بغلان ولايت کابل- شمال پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي کرولا او هينو موټرو په ټکر کې ژوند له لاسه ورکړ او درې نور کسان هم ټپيان شوي وو.










