ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب پوهنتون ليليه کې اورلګېدنې ١٨ تنه ټپيان کړل

د فارياب پوهنتون ليليه کې اورلګېدنې ١٨ تنه ټپيان کړل

author avatar
12 Jun 2013 - 15:35
د فارياب پوهنتون ليليه کې اورلګېدنې ١٨ تنه ټپيان کړل
author avatar
12 Jun 2013 - 15:35

ميمنه (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د فارياب ولايت د پوهنتون په ليليه کې د اور لګېندنې د محصلينو په ګدون ١٨ کسه ټپيان او سوځولي دي.

دغه پېښه د پوهنتون په ليليه کې د ګازډبې د چاودنې له امله نن له غرمې وروسته په دوولس نيمو بجو رامنځته شوې ده.

د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ١٦ محصلين، يو استاد او د ليليې يو ساتونکى ټپيان او سوځېدلي، خو مړينه نه لري.

هغه وويل، چې ټپيان د درملنې په موخه د ميمنې په ښار کې افغان– ترک روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالعلي حليم وايي، چې د ټولو ټپيانو درملنه روانه ده، خو د دوو روغتيايي حالت د سختې سوځېدنې له امله نازک دى.

ډاکتر حليم زياته کړه، چې دغه دوه محصلين اتيا سلنه سوځېدلي او روغتيايي وضعيت يې خورا نازک دى.

ډاکتران وايي، که چېرې څوک په ورته پېښو کې تر ٦٥ سلنې زيات وسوځېږي، نو د مرګ له خطر سره مخ کېږي.

د دغه پوهنتون يوه محصل احسان الله شېرزاد، چې يو يو ټپي محصل يې روغتون ته لېږدولى، وويل: ((محصلين د ډوډۍ اخيستلو لپاره پخلنځي ته تلل، چې ناڅاپه د ګاز يو بالون وچاودېد او بيا وروسته بل وچاودېد.))

هغه وويل، چې محصلين خپلو کوټو ته ننوتل، په ځان پسې يې دروازې بندې کړې، د اور د لمبو مخنيوى يې وکړ، خو ځيني نور په پخلنځي او دهليز کې وسوځېدل.

د فارياب پوهنتون علمي مرستيال فيض الله قادرى وايي، چې ١٠ محصلين د اور لګېدنې له امله سوځېدلي او شپږ نور د ډبې د پارچو، ماتو شوو ښېښواو د ليليې له پوړونو د غورځېدو له امله ټپيان شوي دي.

هغه وويل، دوى د ځاى له ستونزې سره مخ دي، پخلنځى د ليليې دننه دى او ٣٦٠ محصلين، چې ټول هلکان دي، په تنګو او غيرې معياري خونو کې ژوند کوي.

د پژواک خبريال د پېښې له ځاى نه په خپل راپور کې وايي، چې د دغه دوو ګازډبو د چاودنو له امله د پخلنځي او ليليې د دوو کوټو وسپنيز چتونه او دېوالونه ويجاړ شوي او د ليليې د ودانۍ ښېښې ماتې شوې دي.

د ګازډبو د چاودنو علت بې احتياطي او په پخلنځي کې له اندازې زيات ګرموالى بلل شوى دى.

د نارينه وو د ليليې ودانۍ په مېمنه ښار کې د پوهنتون ودانۍ په يو کيلومترۍ کې پرته ده، په دغه پوهنتون کې ٤٥٠٠ محصلين په زده کړو بوخت دي، چې ٤٠ سلنه يې نجونې جوړوي.

د يادولو ده، چې تېر کال اوړى هم د همدغه ولايت د شېرين تګاب ولسوالۍ په بازار کې د تېلو او ګازو په پلورنځي کې اور ولګېد، چې له امله يې ١١ کسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ٢٢ نور ټپيان وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.