منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوښۍ ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيان واړاوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۸ کتنې

پل علم (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې راوتلو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيان اړولى دى.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې په خوښۍ ولسوالۍ کې د بارانونو له امله سېلاب راوتلى، چې له امله يې دوه کوچۍ مېرمنې نادرکه شوې دي.

ده زياته کړه، د دې ولسوالۍ د کوچيانو  شاوخوا تر ٢٠٠ ډېر څاروي او د خلکو اته واړه موټر هم اوبو له ځان سره وړي دي. دغه راز په لسګونه جريبه ځمکه ولاړ شنه فصلونه هم سېلابونو زيانمن کړي دي.

د خوښۍ د سيمه ييزې شورا مشر حاجي قسيم يادې شوې شمېرې تاييد کړې او زياته يې کړه، چې دا سېلاب له بر دوبندي سيمې څخه راوتلى دى.

د هغه په وينا، دمګړۍ (د مازيګر شاوخوا پنځه نيمې بجې) د سېلاب اوبه مخ په ډېرېدو دي.