منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ای او ایم پر دفتر برید کې ټپي شوې ایټالوۍ میرمنه مړه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۰ کتنې

کابل ( پژواک ۳۱ غبرګولی ۹۲ ) : په کابل کې د ای او ایم پر دفتر شوي ډله ییز برید کې ټپي شوې ایټالوۍ میرمنه  د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

یوه ډله وسلوالو طالبانو د ۱۳۹۲ لمریز کال د غبرګولي په ۳مه، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړونده دشهرارا په سیمه کې د کډوالۍ دنړیوال سازمان ( ای او ایم) پر دفتر ډله ییز برید کړی و.

په دې برید کې د یوه پولیس په ګډون درې تنه ووژل شول او د۶ نیپالي ساتونکو په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوی وو، په ټپیانو کې ددغه دفتر ایټالوۍ ښځینه افسره باربارا هم شامله وه.

ایټالوي رسنیو د غبرګولي په ۳۱مه، خبر ورکړی، چې د باربارا ډي انا په نامه دغه ۴۰ کلنه ایټالوۍ افسره د سختو ټپونو له امله مړه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړې په یاد برید کې ۹۰ سلنه سوځیدلې وه او په کابل کې تر لومړنیو درملنو وروسته په جرمني کې د امریکایي ځواکونو روغتون ته لیږدل شوې وه، خو اوس یې هلته ساه ورکړې ده.

 په راپور کې راغلي دي چې باربارا تر ای او ایم مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او ناټو ادارو سره هم دندې ترسره کړې دي.