کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ په نوښت د (اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې د پيل شويو سياليو په ترڅ کې، نننۍ سيالي د بندامير بازانو او د مس عينک اتلانو لوبډلو په برياوو پاى ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په درېيمه نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار لومړۍ لوبه د بند امير بازانو او د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير لوبډلې وګټله.
د بست لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډې جوړې کړي، چې له ډلې يې شهزاد محمدي ۴۳، مجتبی ۲۳ او اصغر ستانکزي ۲۳ منډې جوړې کړې.
د بند امير بازانو لوبډلې کپتان نبي عيسى خېل د مقابل لوري دوه او حمزه هوتک او نصرت يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د بند امير بازانو په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ورکړل شوى هدف پوره کړ، چې له ډلې يې امان ۳۲، حشمت الله شهيدي ۲۴ او محب الله اورياخېل ۱۹ منډې جوړې کړې.
د بست ساتونکو له ډلې سيد شېرزاد ۲، يامين احمدزي يو او نسيم بړېڅ هم يو لوبغاړی وسوځاوه.
د بند امير بازانو لوبغاړى امان د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک دغه راز وويل، دويمه سيالي تر غرمې وروسته د مس عينک اتلانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، چې د مس عينک اتلانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف کېښود، چې له ډلې يې کپتان نوروز منګل ۶۴ او فضل ځاځي ۷۴ منډې جوړې وکړې.
د امو نهنګانو لوبډلې له لوري عزت الله دولتزي د سيالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د امو نهنګانو لوبډلې ونه شو کړای ياد هدف پوره کړي؛ په ټولو شلو اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يواځې ١٥٧ منډې جوړې کړې، چې په دې سره يې دا لوبه د ٢٦ منډو په توپير وبايلله.
د مس عينک له لوري رحمت شاه ۴ او ضياءالرحمن ۲ لوبغاړي وسوځول.
فضل ځاځى د دې لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو.
د يادو دواړو لوبو غوره لوبغاړو ته د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد له لوري ډالۍ ورکړل شوې.









