منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ په سياليو کې د بست ساتونکو او بند امير بازانو خپلې لوبې وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ په نوښت د “اتصالات شپږيزې” تر نامه لاندې د پيل شويو سياليو په ترڅ کې، نننۍ سيالي د بست ساتونکو او بند امير بازانو لوبډلو په برياوو پاى ته ورسېدې.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار لومړۍ لوبه د سپين غر پړانګانو او د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دويمې لوبډلې وګټله.

د بست لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ١٥١ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې ناصر جمال احمدزي ٤٣ او اصف ستانکزي ٤٩ منډې جوړې کړې.

د سپين غر پړانګانو لوبډلې له لوري عبدالله درې او رشيد دوه لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر پړانګانو ونه کړای شول ورکړل شوای هدف بشپړ کړي او په ټولو شلو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې جوړې او لوبه يې د بست ساتونکو په ګټه تمامه کړه، چې له ډلې يې شوکت زمان ۴۶ او کريم صادق ۳۱ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې د بست ساتونکو له لوري نسيم بړېڅ او نجيب ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول.

ناصر جمال احمدزى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود له لوري يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک دغه راز وويل، دويمه سيالي تر غرمې وروسته د مس عينک اتلانو او بندامير بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بند امير بازانو په ګټه پاى ته ورسېده.

د مس عينک اتلانو لوبډلې د شلم اور په وروستيو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې يې نوروز منګل ۳۰ او شاهد ۲۴ منډې وکړې.

د بندامير بازانو له لوري شاپور ځدراڼ دوه، نبي عيسی خېل هم دوه او محمود شينواري يو لوبغاړی وسوځاوه.

د بندامير بازانو د لوبې په شلم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف بشپړ کړ. حشمت الله شهيدي ۴۸ او محب ۲۸ منډې جوړې کړې.

د مس عينک اتلانو له لوري نوروز منګل او ضياءالرحمن يو يو لوبغاړى وسوځاوه.

حشمت الله شهيدي د دې لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود او اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له لوري يې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.