منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل پوهنتون کې د واليبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٢): په کابل پوهنتون کې د واليبال په سياليو کې د ښکلو هنرونو پوهنځي لومړى او د حقوقو پوهنځي دوهم مقام خپل کړ.

دا څرګندونې د واليبال فدراسيون مرستيال محمدعارف پيمان نن پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.

ده زياته کړه، دا سيالي يوه مياشت وړاندې د کابل پوهنتون د ١٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال فدراسيون په همکارۍ پيل شوې وې، چې نن يې پاى لوبه وه.

د هغه په وينا، دا سيالي د کابل پوهنتون د منتخبې لوبډلې د غوراوي په موخه په لاره اچول شوې وې او په پام کې لري، چې دا ډول سيالي د بېلابېلو ولايتونو په پوهنتونونو او ښوونځيو کې هم ترسره کړي.

 د ښکلو هنرونو د پوهنځي د لوبډلې غړى مهدي سروش وايي، دغه ډول سيالي د محصلينو ترمنځ د ټولنيزو اړيکو او د ورزش د ودې لپاره ګټورې دي.

نوموړي د خپلې لوبډلې د برياليتوب راز په خپل ځان اعتماد، ډېر تمرين او هڅې وبللې.