منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل ( پژواک ۶ چنګاښ ۹۲ ) په لندن کې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا افغانستان ته د دویمې درجې ( ایسوسي ایټ) غړیتوب ورکړل شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا کلنۍ غونډه پرون په لندن کې پیل شوې ده، چې دافغانستان لخوا د کرکټ بورډ اجراییوی رییس ډاکټر نور محمد مراد پکې ګډون کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان له ډیرې مودې راهیسې ددې غړیتوب لپاره هلې ځلې او هڅې پیل کړې وې او په دې برخه کې یې د کرکټ د نړیوالې شورا ټول شرایط هم پوره کړي وو.

د کرکټ بورډ اجرایيوي رییس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د اسیایي شورا په کلنۍ غونډه کې په دې اړه خپله عریضه او پیشنهاد وړاندې کړ او هغوی ته یې د افغانستان کرکټ بورډ لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه تشریح کړل، چې په پایله کې هغوی دافغانستان وړاندیز ومنلو.

ډاکټر نور محمد مراد وویل چې د ای سي سي کلنۍ غونډې ته هم افغانستان وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړي او د کرکټ د نړیوالې شورا د کلنۍ غونډې په لومړي ورځ دافغانستان پر وړاندیز بحثونه وشول او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لندن د کرکټ په لارډز ګراونډ کې افغانستان ته دا غړیتوب ورکړل شو.

هغه په دې لاسته راوړنې، ټولو هیوادوالو، د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان به د لومړۍ درجې غړیتوب لپاره هم خپلې هلې ځلې جاري ساتی.

ډاکټر مراد وویل : (( افغانستان یواځینی هیواد دی ، چې په ډیره کمه موده کې یې تر سخت محنت او هلو ځلو وروسته دغه غړیتوب ترلاسه کړ.))

سلاکار وزیر او دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شهزاده مسعود هم په دې لاسته راوړنې، ټولو هیوادوالو ، لوبغاړو او د کرکټ مینه والو ته مبارکي ورکوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې افغان لوبغاړو د چمن حضوري په ګردو او دوړو کې لوبې پیل کړې وې او دادی اوس ددوی د سختو هلو ځلو او محنتونو له امله په ډیره کمه موده کې یې د کرکټ د نړیوال شورا د دویمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ.

د کرکټ د چارو یو تن کارپوهه مطیع الله عابد وایي چې ددویمې درجې غړیتوب ترلاسه کولو سره دافغانستان کرکټ ته مادي او معنوي ګټې ورسیږي.

هغه زیاته کړه چې تر دې وروسته به د کرکټ نړیوالې افغانستان ته له پیاوړو او دلومړۍ درجې غړیتوب لرونکو هیوادونو سره نړیوالې لوبې برابرې کړي.

د مادي ګټو په اړه عابد وایي چې ای سي سي به له دې وروسته افغانستان ته د کرکټ  د پرمختګ په برخه کې بودیجه زیاته کړي او نورې تخنیکي مرستې به هم وکړي.

د کرکټ د چارو یو بل کارپوهه او د لوبې سپورتي موسسې مسوول رحیم ګل څاروان هم دا لویه لاسته راوړنه بولي، خو زیاتوي چې تر دې وروسته دافغانستان کرکټ بورډ مسوولیتونه هم زیات شول.

هغه زیاته کړه ، دا سمه ده، چې کرکټ بورډ داسیایي شورا او نړیوالې شرایط پوره کړي وو ، خو دوی باید نه یواځې خپل پرمختګونه او لاسته راوړنې دوامداره وساتي بلکې د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو لپاره هم هلې ځلې وکړي.

دیادونې وړ ده چې افغانستان تر اوسه د اسیایی شورا ددویمې درجې او د نړیوالې شوراددریمې درجې غړیتوب درلود.