منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د شمال زون دامو نهنګانو هم پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ): د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ سياليو په دويمه نيمه پاى لوبه کې د شمال د امو نهنګانو لوبډلې د مرکزي زون بند امير بازانو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د( اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې دغه سيالۍ د غبرګولي په ٣١مه، د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې، چې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې د ختيځ زون دسپين غر پړانګان ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سوېل زون د بست ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو پکې برخه اخيستې ده.

تر ګروپي سياليو وروسته د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان د کمو نومرو له امله له دې سياليو ووتل او څلورو نورو يې نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

نن تر غرمې وروسته دويمه نيمه پاى لوبه د شمال زون د امو نهنګانو او د مرکزي زون د بند امير بازانو تر منځ  ترسره شوه، چې د نهنګانو په بريا پاى ته ورسېده.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه امو نهنګانو  لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د هغه په وينا، د امو نهنګانو  لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ١٤٦ منډو هدف وټاکه.

د نهنګانو له لوري سميع الله شنواري ٥٧ او جاوېد احمدي  ٣٥ منډې جوړې کړې او د بند امير بازانو له لوري حمزه هوتک څلور ، شاه پور ځدراڼ دوه او نصرت الله يو لوبغاړى وسوځاوه.

د  مرکزي زون د بند امير بازانو لوبډلې خپل لومړي پياوړي لوبغاړي د لوبې په لومړيو مرحلو کې له لاسه ورکړل او تر سخت فشار لاندې راغلل، خو وروسته محب الله اورياخېل ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او هدف ته يې ځان نږدې کړ.

خو د لوبې په نولسم اوور کې د امو نهنګانو پياوړي سست توپ اچوونکي عبدالله مزاري په يوه اوور کې د بند امير بازانو درې پرله پسې لوبغاړي وسوځول او يو ځل بيا يې فشار زيات کړ.

د بند امير بازانو ټوله لوبډله د شلم اوور په دويم بال په ١٣٦ منډو ټوله وسوځېدله او دغه راز د امو نهنګانو لوبډلې دويمه نيمه پاى لوبه وګتله او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د امو نهنګانو له لوري عبدالله مزاري پنځه او عزت الله دولتزي درې لوبغاړي وسوځول. مزاري ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

سبا به پاى لوبه د سپين غر پړانګانو او د امو نهنګانو ترمنځ د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي .

د امو نهنګانو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې لوبډلې يې نن د کرکټ لوبې په هره برخه کې خپل وړتيا وښوده او ښه لوبه يې وکړه.

هغه په ځانګړې توګه د عبدالله مزاري او عزت الله دولتزي ستاينه وکړه، چې په دې بريا کې يې مهم رول ولوباوه.