منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ډاکټر مراد: د کرکټ نړيوالې شورا د لومړۍ درجه غړيتوب په هڅه کې يو

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې غړيتوب ترلاسه کول معنوي او مادي ګټې لري، خو دوى د لومړي درجه غړيتوب لپاره هم هڅې پيل کړې دي.

تېره اونۍ په لندن کې د کرکټ د نړيوالې شورا په کلنۍ غونډه کې افغانستان د دويمې درجې يا (ايسو سي اېټ) غړيتوب ورکړل شو.

په دې غونډه کې د افغانستان کرکت بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى و.

ډاکټر نور محمد مراد  له لندن څخه تر ستنېدو وروسته د چنګاښ په ١٢مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د کرکټ د نړيوالې شورا د کلنۍ غوڼدې په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه، چې دوى له تېرو څو کلونو راهيسې د دويمې درجې غړيتوب لپاره هلې ځلې پيل کړې وې.

د نوموړي په وينا، له تېرو دريو کلونو راهيسې يې درې ځلې د کرکټ  نړيوالې  شورا ته د دويمې درجې د غړيتوب لپاره عريضې ورکړې وې او ټول شرايط يې هم په دې اړه بشپړ کړي وو.

دى وايي: ((هغوى چې کوم شرايط ايښي وو، موږ له هغې څخه ډېر زيات کار کړى و او په لسګونو مخونو مشتمل خپل پلانونه مو ورته وړاندې کړي وو.))

ډاکټر نورمحمد مراد وويل، چې په دغو شرطونو کې په نړيوالو معيارونو د دوو لوبغالو جوړول، د يوې منظمې ادارې لپاره د ودانۍ شتون، منظم مالي سيسټم جوړول، له لوبغاړو سره قراردادونه ترسره کول او کورني کرکټ ته وده ورکول وو.

د نوموړي په وينا، افغانستان د دوو پر ځاى شپږ ميدانونه جوړ کړي، مالي سيسټم يې پر نړيوال معيار برابر کړى او تر ٣٠ پورې يې له ملي او له ١٩ کلنو لوبغاړو سره يې قراردادونه کړي دي.

هغه زياته کړه، افغانستان يواځېنى هېواد دى، چې په ډېره کمه موده کې  يې د کرکټ د دويمې درجې غړيتوب ترلاسه کړ.

نوموړي وويل، چې د دغه غړيتوب په ترلاسه کولو سره افغانستان معنوي او مادي ګټې ترلاسه کړې چې ورسره به په افغانستان کې کرکټ ډېر پرمختګ وکړي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي  رييس زياتوي، چې له دې وروسته به د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان په بوديجه کې له ٢٥ څخه تر ٥٠ سلنو پورې زياتوالى راولي او افغانستان ته به ډېرې نړيوالې سيالۍ هم برابروي.

ډاکټر نورمحمد مراد دا هم وويل، چې تر اوسه افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا په کلنيو غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کاوه، خو له دې وروسته د يوه غړي په توګه ګډون کوي او د رايې ورکولو حق يې هم ترلاسه کړ.

هغه زياته کړه، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د غونډې پر مهال په کابل کې د زونونو تر منځ د کرکټ د سياليو پاى لوبه چې د شمشا ټلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېده، هغوى هم په داسې حال کې دا پاىلوبه وليده چې ١٥ زره تنه يې نندارې ته راغلي وو.

ډاکټر مراد وايي: ((هغوى هېڅ ګومان نه کاوه، چې د افغانستان په څېر په يوه جنګ ځپلي هېواد کې زرګونه کسان لوبغالي ته راشي.))

ده وويل، چې په لندن کې يې د هندوستان، پاکستان، بنګله دېش او زمبابوي د کرکټ بورډونو له استازو سره ځانګړې ليدنې کړې او هغوى په دې برخه کې د همکاريو ژمنې وکړې.

د هغه په وينا، هند او سريلانکا د روان کال په وروستيو کې د دوو شل اووريزو سياليو ژمنې کړې دي، خو تر اوسه يې رسمي ځواب نه دى ورکړى.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې که څه هم د دويمې درجې غړيتوب ترلاسه کول لويه لاسته راوړنه، خو زياته يې کړه، چې د دوى اصلي هدف د لومړۍ درجې غړيتوب دى او دوى په پلان کې لري چې تر ٢٠١٥ زېږديز کاله پورې دغه غړيتوب هم ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکـټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود چې په ياده خبري غونډه کې ګډون کړى و، وويل، چې درې مياشتې مخکې دوى د کرکټ اسيايي شورا ته خپله غوښتنه ورکړې وه چې د هغوى د قناعت وړ ګرځېدلې وه.

دى وايي، چې د کرکټ اسيايي  او نړيواله شورا د افغانستان کرکت بورډ ادارې له فعاليتونو څخه راضي دي او دا يې منلې چې ظرفيتونه يې لوړ شوي دي.