منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

امريکا کې د سلګونو افغانانو په ګډون لوبې پيلېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۷ کتنې

واشنګټن (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): د افغانستان سپورټي فدراسيون له خوا په امريکا کې د سلګونو افغانانو په ګډون بېلابېل ډول لوبې نن پيليږي.

د افغانستان سپورټي فدراسيون رييس اجمل غني تېره ورځ په واشنګټن کې د دغو سياليو تر پيلېدو مخکې د يوې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ له تېرو ١٦ کلونو راهيسې هر کال ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې له ټولې امريکا، کاناډا، اروپا او افغانستان څخه د ٣٥٠ او ٥٠٠ تر منځ لوبغاړي د بېلابېلو لوبو په سياليو کې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، په دې څلور ورځنيو سياليو کې د فوټبال، باسکټبال، ټينس او ځينې نورې لوبې ترسره کېږي.

د اجمل غني په وينا، دا له افغانستان څخه  بهر په خپله کچه د افغانانو تر ټولو لويې سپورټي سيالۍ دي.

هغه زياتوي: ((له دغو سياليو زموږ موخه دا ده، چې څو نړيوالو ته د افغانانو استعدادونه وښايو.))

ټاکل شوې د دغو سياليو په پاى کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پر لوبغاړو جايزې ووېشل شي او د موسيقۍ پروګرام هم په پام کې ورته نيول شوى دى.