منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د اريانان لېسې يوه زده کوونکې د چاقو په ګوزار ټپي شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): نن سهار د کابل ښار اريانا لېسې د يوولسم ټولګي يوه زده کوونکې د لېسې په انګړ کې  د چاقو په ګوزار ټپي شوې، خو دا چې دا نجلۍ چا وهلې تر اوسه نه دى معلوم.

د کابل د پوهنې رييس نجيب الله کامران د دغه ټکي په څرګندولو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې، خو لا يې هم څوک په دې تړاونه دي نيولي.

هغه زياته کړه، چې ټپي نجلۍ د خپلې خور او د د تره له لور سره نن سهار شپږ بجې او ٤٠ دقيقې ښوونځي ته تللې وه او بيا درې واړه د هغې د خور په غوښتنه د ښوونځي د ساتونکي خونې ته نږدې، چې له تشنابونو سره موقعيت لري، تللې وې.

هغه وويل، چې يادې درې واړه نجونې د اريانا لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې دي.

د کامران د معلوماتو له مخې، ياده نجلۍ تشناب ته نږدې د شا له لوري په چاقو وهل شوې او ټپي شوې ده، وروسته پوليس ساحې ته ورسېدل او نوموړې يې په ټپي حالت کې ابن سينا بېړني روغتون ته ولېږدوله.

د سرچينې په وينا، د ښوونځي ساتونکي ويلي، هغه کس يې نه دى ليدلى، چې نجلۍ يې په قاچو وهلې ده.

کامران وايي، چې تر اوسه د قضيې عامل نه دى پېژندل شوى او ټپي نجلۍ هم د زرمينې په نامه نجلۍ، وروسته يې خور او بيا يې خپله د تره لور په بريد تورنې کړې دي.

د هغه په خبره، ټپي نجلۍ زرمينه خپله ټولګيواله بللې، خو دا په داسې حال کې چې په دغه نوم په يوولسم ټولګي کې کومه زده کوونکې نه شته.

پژواک هڅه وکړه، د دې قضيې په اړه له دويمې امنيتي حوزې او امنيه قوماندانۍ سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.