منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پوليسو د رينجر د ټکر له امله درې محصلين مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

 کابل( پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢) :دکابل نړيوال هوايي ډګر په چهل متره سړک درې  محصلين دپوليس د رينجر موټر په ټکر کې مړه شول .

دکابل امنيه قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه رينجر موټر تېر ماښام اوه بجې دهوايي ډګر پر لور روان و ، چې دسړک غاړې له ګلدان سره يې ټکر وکړ .

 هغه د موټر چلوونکي تېز تګ دپېښې اصلي علت وباله او زياته يې کړه ،چې وژل شوي محصلين دننګرهار پوهنتون  وو ، چې دګلدان  په منځ کې ناست وو .

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې څوک ټپيان شوي نه دي ، موټر چلوونکى نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي .

 د ويلو ده ، چې خلک ځينې پوليس په کابل او نورو ولايتونو کې د موټرو په ګړندۍ ځغلونه او بې احتياطۍ تورنوي او وايي، چې دا ډول کړنې د ترافيکې پېښو او ملکي مرګ ژوبلې سبب ګرځي، چې بايد مخه يې ونيول شي .

 تېر کال دکب مياشت کې هم دفارياب په ميمنې ښار کې يو پنځه کلن ماشوم  او يوه ښځه د پوليسو د رينجر موټر د ټکر له امله مړه شول .