کندهار (پژواک ٣ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولين او يو شمېر باغ لرونکي وايي، چې د تېر په پرتله سږ کال د انګورو حاصلات کم شوي او لامل يې د سپېر غوږي په نوم يو ډول ناروغي وه.
انګور د کندهار يوه له عمده مېوو شمېرل کېږي، چې اوس مهال يې د حاصلاتو د ټولولو وخت را نږدې شوى او په زياته کچه بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال له لومړيو تاکونو کم انګور نيولي وو او له بلې خوا په کې د (سپېر غوږي) په نوم يو ډول ناروغي هم پيدا شوې، چې له امله يې د دغه ولايت د انګورو حاصلات کم شوي دي.
هغه زياته کړه، که څه هم لا تر اوسه په بشپړه توګه انګور نه دي پاخه شوي، خو په هغو ولسواليو کې چې د انګورو پراخ باغونه لري، د حاصلاتو کچه يې د تېر په پرتله ټيټه ښکاري.
د نوموړي په وينا، په وار وار يې د کرنې له وزارت څخه غوښتي، چې د انګورو د يادې ناروغۍ د مخنيوي په موخه کروندګرو ته پر وخت درمل ورکړي، چې هغوى يې په خپلو باغونو کې وپاشي او د انګورو حاصلات يې ښه شي.
ده وويل، سږ کال نه يوازې انګور بلکې د انارو حاصلات هم کم ښکاري، ځکه زړو ونو کم انار نيولي، خو ونې چې تازه کښېنول شوې، هغو بيا ښه انار کړي دي.
خو د ده په خبره، سږ کال د مېوو په لړ کې د خټکيو حاصلات تر ټولو ښه دي، چې هره ورځ لسګونه موټر نورو ولايتونو او پاکستان ته صادرېږي.
زهير وويل، بهر ته د انګورو صادرات اوس تازه پيل شوي، چې هره ورځ له ١٠ تر ٢٠ موټره بارېږي او د اوس لپاره يوازې ګاونډي هېواد پاکستان ته لېږدول کېږي.
د نوموړي په وينا، تر دې مهاله له پاکستان پرته کوم بل هېواد ته انګور نه دي صادر شوي، خو کله چې انګور په بشپړه توګه پاخه شي، نو کېداى شي د پاکستان تر څنګ هندوستان، متحده عربي اماراتو او جرمني ته هم صادر شي.
خو هغه وويل، چې د مېوو د صادارتو په برخه کې عمده ستونزه د ترانسپورټ نشتوالى دى، که يې ولري، نو بيا يې ګاونډي هېوادونو پر وړاندې خنډ جوړوي.
دى وايي، بهرنيو هېوادونو ته يې د مېوو د صادراتو په برخه کې د کارګو الوتکو غوښتنه کړې وه، خو د هغوى لګښت دومره زيات دى، چې د مېوې تجارانو ته هيڅ ګټه نه کوي.
زهير زياتوي، د همدغو ستونزو له امله اوسمهال انګور او نورې مېوې په لومړي ګام کې په ډېره کچه پاکستان او په دويم ګام کې هندوستان ته ځي، خو پاکستان بيا د افغانستان مېوه پر خپل نوم نورو بهرنيو هېوادونو ته استوي، چې ګټه يې هم د دغه هېواد سوداګرو ته رسېږي.
د کندهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو د انګورو باغ لرونکي هم وايي، چې سږ کال يې د انګورو حاصلات کم دي.
ګڼ شمېر دغه باغ لرونکي شکايت کوي، چې له يوې خوا يې سږ کال د انګورو حاصلات کم دي، خو له بلې خوا په يو شمېر سيمو کې باغ لرونکي د ماينونو له وېرې خپلو باغونو ته تللاى نه شي او نه يې هم حاصلات را ټولولاى شي.
د پنجوايي ولسوالۍ د موشان سيمې يوه باغ لرونکي حاجي فتح محمد پژواک اژانس ته وويل، چې کله کله داسې کلونه راشي، چې د انګورو حاصلات کم وي د انارو زيات وي او کله بيا د انارو کم او د انګورو زيات وي.
هغه زياته کړه، سږ کال د انګورو د حاصلاتو د کموالي لامل د سپېر غوږي په نوم ناروغي ده، چې په ډېرو سيمو کې د انګورو په تاکونو کې خپره شوې ده.
دى وايي، باغ لرونکو په شخصي توګه د دې ناروغۍ د مخنيوي هڅه کړې، خو د کرنې رياست له خوا ورسره کومه مرسته نه ده شوې.
خو هغه يوه بله ستونزه هم ياده کړه، چې د ځينو ولسواليو باغ لرونکي د انګورو د راټولولو لپاره خپلو باغونو ته نژدې نه شي ورتللاى، ځکه وسله والو مخالفينو نه يوازې په لارو، بلکې آن په باغونو کې هم ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.
دى وايي، په دې وروستيو کې په ځينو سيمو کې وسله والو مخالفينو خلکو ته په ليکلې بڼه اخطارونه هم ورکړي، چې له مازديګر وروسته دې بيا تر سهاره له خپلو کورونه نه راوځي او نه دې هم خپلو باغونو ته نژدې کېږي.
هغه وويل، دې ستونزې باغ لرونکي سخت زيانمن کړي، ځکه د بشپړ کال خوارۍ او کړاوونه يې ضايع کېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي يو باغ لرونکى ثناء الله هم وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې هم د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله کم دي.
دى هم وايي، چې د کرنې رياست ورسره په دې برخه کې کومه مرسته نه ده کړې، خو په خپل لګښت يې په انګورو کې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره هلې ځلې کړې، خو ډېره ګټه يې نه ده کړې.
د ده په خبره، دا چې د انګورو حاصلات کم دي، نو سر له اوسه يې په بازار کې بيه هم لوړه شوې او د يوه من (٤،٥ کيلوګرامه) لعل انګورو بيه له ٤ تر ٥ سوه افغانيو پورې رسېږي.
د کندهار د کرنې رياست مسوولين هم وايي، چې سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړکموالى راغلى دى.
د دغه رياست د ترويج مديريت مرستيال شاه محمد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه رياست هومره امکانات او اسانتياوې نه لري، چې لېرې پرتو ولسواليو ته لاړ شي او د ناروغيو د مخنيوي په موخه پر باغونو درمل وپاشي.
د يادونې وړ ده، تېر کال د کندهار د انګورو حاصلات زيات وو او په لوړه کچه بهرنيو هېوادونو ته صادر شول.