منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

مرکزي بغلان کې ترځمکې لاندې دوو چاودنو زرګونه کورونه زيانمن کړل

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

 پلخمري (پژواک، ٨ زمري٩٢): د بغلان ولايت د قند د فابريکې په سيمه کې  تر ځمکې لاندې دوو  چاودونو، زرګونو کورونو ته زيان رسولى، يو شمېر خلکو دغه سيمه پريښې او يو شمېر نور له کورونو بهر اوسيږي .

 دغه دوه چاودنې، د مرکزي بغلان د قند د فابريکې په سيمه کې ١٠ ورځې  وړاندې را منځته شوې او سيمې ته يې سخت ټکان ورکړ، له همغې ورځې راهيسې ځينې کورنۍ له کورونو بهر اوسيږي .

 سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه سيمه کې ٢٥زره د اوسېدو کورونه شته، چې له لسو زرو څخه د زياتو کورونو ديوالونو درزونه کړي دي.

 ځينې خلک وېره لري ، هسې نه هغه کورونه، چې له چاودنې سره يې درز پيدا کړى  ړنګ شي، ځينې نور وايي ، داسې اوازه ده ، چې يو ځل بيا به همدارنګه چاودنې  را منځ ته شي، له همدې وېرې د خپلو کورونو  پرېښودو ته اړ شوي دي.

 د صنعتي بغلان د لومړي سړک اوسېدونکي نياز محمد، پژواک خبري آژانس ته وويل ، چې ده له څو نورو کورنيو سره د ولسوالۍ مرکز ته کډه کړې ده.

 هغه زياته کړه، چې د کور ديوالونو يې ددغې طبعي پېښې له امله درز پيدا کړى دى.

  نياز محمد زياته کړه :(( موږ د شپې په انګړ کې څملو، ويره مو لرله که چيرې کوټې ته ولاړ شو، کوټه به را باندې را نسکوره شي.))

 هغه وويل، چې لس ورځې  د مخه د  روژه ماتي پر مهال تر ځمکې لاندې د  دوو  چاودنو غږ واورېدل شو او خلک په چغو او نارو سره د باندې را ووتل، کله چې بېرته کورونو ته ننوتل ، ويې  ليدل چې دکورونو ديوالونو يې درزونه کړي او ټوله سيمه خاورو او دوړو نيولې ده.

  د بغلان صنعتي فابريکې ښاروال سيد اکبر سادات وويل، امکان لري چې دغه دوه چاودنې، د چونې غره په معدن کې ، چې د خوګک په نوم ياديږي او د کرکر د ډبرو د سکرو په معدن کې د کيمياوي تعملاتو له امله رامنځته شوې وي.

 هغه زياته کړه ،چې په تېره نيمه پيړۍ کې  دغسې پېښه نه وه شوې .

 د بغلان والي سلطان محمد عبادي وويل ، چې دوى تخنيکي ډله توظيف کړې، تر څو ددې   چاودنو لامل په اړه څېړني وکړي او خپل راپور د ولايت مقام ته وړاندې کړي.

 عبادي پژواک ته وويل، دغه پلاوي ، چې په کې  يو د پوهنتون استاد، مستوفيت، ولايت او د شمال د ډبرو سکرو د تصدى معدن  غړي شامل دي ، تر اوسه يې په دې اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

 هغه زياته کړه ” موږ د څېړنې پايلې ته په تمه يو، که موضوع طبيعي وه، هغه به  په کابل کې  له  دولتي چارواکو سره شريکه کړو، چې لا زياتې څېړنې وکړي،  تر څو نورې پېښې تر شا ونه لري  او خلک د ډاډ احساس وکړي.”

 د بغلان والي له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې په اړه وويل ، چې دوى به د څېړنې له بشپړېدو وروسته د اضطرار د کمېټې په غونډه کې   په دې اړه تصميم ونيسي.

 د ويلو ده ،چې څلور کاله مخکې د فارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ٥٠ کورونه ړنګ او کورنۍ له سيمې څخه وتلو ته اړ شوې.

 سيمه ييزچارواکي، د چونې د معدن شتون او د سيمې په معدن کې کيمياوي تعملات، د ځمکې ښوېيدنې لامل بولي.

خو د بلخ پوهنتون د انجينري پوهنځي د جيولوجي د څانګې استاد پوهندوى غلام فاروق خپلواک، دغه پيښه په سيمه کې د ونو د نه شتون په وجه بولي او  وايي ، چې د ځمکي لومړۍ برخه د باران او واورې له وجې په تدريج سره وراسته شوې او غونډۍ په عمودي شکل ښکته راغلي، چې د ځمکې ښوېيدنې لامل شوې دي .