کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره د کابل د سروبي ولسوالۍ په ګډون د هېواد په يوولسو ولايتونو کې د وروستو سېلابونو له امله د مړو شويو کسانو شمېره ٧٥ تنه اعلان کړه او پر سېلاب ځپلو يې د مرستو د وېش خبر ورکړ.
د يادې ادارې د بېړنيو عملياتو د ادارې مسوول غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد تلفات د کابل په سروبي ولسوالۍ، ننګرهار، لغمان ، ميدان وردګو، غزني، خوست، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، نورستان او دايکنډي ولايتونو کې پېښ شوي دي.
هغه زياته کړه، په وژل شويو کې ښځې، ماشومان او نارينه شامل دي او تر ټولو زيات تلفات په سروبي کې رامنځته شوي، چې ٣٥ تنو ته رسېږي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې د بېړنيو عملياتو مرکز مسوول وويل، چې په دغو پېښو کې ٢٢ تنه نور ټپيان او له دوه زرو زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي.
د نوموړي په خبره، د ورکو شويو کسانو شمېره لا جوته نه ده؛ خو په دې اړه د ژغورنې د ډلو هڅې دوام لري او جزئيات به يې د دغو ډلو د پلټنو له بشپړېدو وروسته ورکړل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د سېلابونو له امله ٣٨٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه، دوه ښوونځي، يو روغتون، دوه جوماتونه، ٣٠ هټۍ، اووه ژرندې، ١٥ پلونه او پولګوټي، ١٧ سربندونه نړېدلي او ٢٥٠٠حيوانات له منځه تللي دي.
يادې سرچينې وويل، د دوى پلاوى د سېلاب ځپلو د سروې او مرستې لپاره سروبي ته تللى او ټاکل شوې، چې سبا ته نورستان ته هم ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د خوراکي توکو او کمپلو د وېش لړۍ د ٣٠٠ سېلاب ځپلو له کورنيو سره پيل شوه او نغدي مرستې هم ورسره وشوې.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې مشر محمد دايم کاکړ، چې نن د يوه پلاوي په مشرۍ سروبي ته تللى و، وويل چې په دغو مرستو کې د وريجو ٣٠٠ بوجۍ، چې هره يوه يې ٢٥ کيلو وزن لري، ٣٠٠ لويې کمپلې، ٣٠٠ کارتنه خوراکي توکي، لکه چاى، بوره، غوړي او لوبيا شامل دي.
هغه پژواک ته وويل، ترڅو چې سروې بشپړه نه شي، مرسته رسول اسانه کار نه دى، خو دمګړۍ به دوى دغه مرستې نن ووېشي او له سروې وروسته غير دولتي موسسو ورسره ژمنه کړې، چې له سېلاب ځپلو سره به نغدي مرستې هم وکړي.
د کاکړ په وينا، د مړي کورنۍ ته ٥٠زره افغانۍ او د نړېدلي کور خاوند ته له لسو تر پنځلسو زرو افغانيو پورې ورکول کېږي .
نوموړي زياته کړه، پرون يې په کابل کې غونډه درلوده او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو او نورو موسسو استازو په کې ګډون درلود، چې هغوى له سېلاب ځپلو سره د جامو او خوراکي توکو د مرستو ژمنه وکړه، چې دغه مرستې به تر سروې وروسته ووېشل شي.
سېلاب ځپلو مخکې ويلي وو، چې له نهو څخه زيات کلي نړول شوي او خلک د سرپناه، خوراکي توکو او د څښلو د پاکو اوبو له نه شتون سره مخامخ دي.
کاکړ، د تېرې ورځې تلفات چې ٣٥ ښودل شوي و، تکرار کړ او زياته يې کړه، چې سېلاب مړي له يوه کلي څخه بل ته وړي، د پېژندو وړ نه دي او نه يې وارثين تردې دمه پيدا شوي، ترڅو خپل مړي ترلاسه کړي.
هغه يادونه وکړه، له همدې امله د دوى د سروې ډلې تراوسه نه دي توانېدلي، چې د تلفاتو کره شمېرې وښيي او دغه کار يو څه وخت ته اړتيا لري.
د ويلو ده چې ولسمشر کرزي، ملکي او پوځي ادارو ته امر کړى چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.










