ښرنه (پژواک ١٧ زمرى ٩٢): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې له خلکو اوکروندګرو د خپلو غنمو عُشر ټولوي.
خو يو شمېر خلک بيا ادعا کوي، چې طالبان په ځينو سيمو کې په زور له خلکو عُشر ټولوي.
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی ګل بادشاه پژواک اژانس ته وويل، طالبان له دوی څخه د خپلو غنمو لسمه برخه (عُشر) ټولوي.
نوموړي زياته کړه، يو شمېر کروندګر، چې د خپلو غنمو له حاصلاتو يې د کورنۍ اړتياوې هم نه پوره کېږي، اړ دي چې د کلي په ملا امام سربېره طالبانو ته هم عُشر ورکړي.
ګل بادشاه ادعا کوي، چې يو شمېر خلک طالبانو ته د عشر له ورکولو ډډه کوي، خو طالبان په زور ترې عُشر ټولوي.
د مرکز ښرنې د څلي اوسېدونکی او کروندګر کريم خان هم وايي، طالبانو له دوی څخه د خپلو غنمو د حاصلاتو عشر غوښتی دى.
نوموړی زياتوي: ((څوارلس تنه د کورنۍ غړي لرم، غنم مې ټول سل منه شوي، د کلي ملاامام ته مې عشر ورکړ، اوس چې طالبانو ته يې هم ورکړم زماکورنۍ به څه خوري.))
د ښرنې يو بل اوسېدونکى حاجي سمندر پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو ترې د غنمو د عشر غوښتنه کړې، خو د ده په خبره چې ډېری خلک په خپله خوښه هغوی ته عُشر ورکوي.
نوموړی زياتوي، طالبان هم بايد داسې کار ونه کړي، چې په زوره له خلکو عشر وغواړي.
هغه وايي، چې طالبانو د مرکز په ټولو کليو کې له خلکو د خپلو غنمو د عشر غوښتلو لپاره هغوی ته ليکلې پاڼې ورکړې دي.
په ښرنه کې د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان، چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته ومنله، چې دوی له خلکو د غنمو عشر ټولوي.
خونوموړی د خلکو دا ادعا نه مني، چې ګواکې طالبان دې په زور له خلکو عشر واخلي.
دغه قوماندان زياتوي ((ډېری خلک موږ ته په خوښه او رضا د خپلې اسلامي دندې له مخې د خپلو غنمو د محصول څخه عشر راکوي.))
هغه زياتوي، که بيا هم له داسې څه خبر شي، چې طالبان له خلکو په زور عشر ټولوي، مخه به يې ونيسي.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ پژواک ته وويل، چې دوی تر اوسه له دې موضوع خبر نه دي، خو عشر ټولول د کلي د ملام او بې وزلو حق دی.
نوموړي زياته کړه، خلکو ته مو ويلي چې طالبانو او جنګي ډلو ته بايد عشر او زکات ورنه کړي د کلي امام او يا نورو بېوزلو ته يې ورکړي.
د ځدراڼ په خبره، که وسله وال طالبان له خلکو د عشر غوښتنه وکړي، نو دوى به يې د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو په مرسته مخه ونيسي.