منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سیلاب او باران په کابل کې ۱۳ تنه ووژل

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل ( پژواک ۱۹ زمری ۹۲ ) : په کابل کې له اوږده ځنډه وروسته سخت باران او ږلۍ  خلکو ته ددرانه مالي زیانونو اړولو ترڅنګ ۱۳ کسان هم وژلي دي.

دغه باران او ږلۍ نن د زمري په ۱۹مه،  تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو پیل شو او تر نیم ساعته پورې ښه په شړق کې وورید.

باران او ږلۍ د کابل ښار مرکزي سیمې، شمالي او لویدیځې سیمې ډير ځپلي دي.

د کابل امنیه قومانداني وایي چې تر باران وروسته سیلابونه راغلل چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ شمیر کورونه یې هم ړنګ کړي دي.

امنیه قوماندان ایوب سالنګي ویلي چې ۱۱ کسان په هغو موټرو کې مړه شوي دي چې سیلابي څپو وړي وو.

 د هغه په وینا، سیلابونو او بارانونو لسګونه کورونه او د رایو د نوم لیکنې یو مرکز هم ړنګ کړی دی.

د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د کاریز سیمې یو تن اوسیدونکي بدر الدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر باران وروسته مازیګر ناوخته سخت سیلابونه راغلل او ګڼ شمیر کورونه یې ړنګ کړل.

هغه زیاته کړه چې تر ماښام وروسته یې ته یې ګڼ شمیر پولیس له امبولانسونو سره یو ځای راغلي وو او ویره یې څرګنده کړه، چې سیلابونو به خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولي وي.

راپورونه وایي چې سیلابونو د کابل شمالي ولسوالۍ او په ځانګړې توګه شکردره سخته ځپلې ده.

دا په داسې حال کې چې تیره اونۍ سیلابونو او بارانونو د کابل په سروبي، خوست او ننګرهار ولایتونو کې له سلو څخه زیات کسان ووژل.