کندهار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٢): په کندهار کې د اختر په درېيو ورځو کې ترافيکي پېښو څلور تنه مړه کړي او سل نور ټپيان کړي دي، چې ډېره برخه يې ماشومان او کم عمره هلکان جوړوي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اختر په تېرو درېيو ورځو کې د کندهار ميرويس روغتون ته د ترافيکي پېښو ١٠٤ تنه قربانيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، په وروړل شويو کې ٤ تنه مړه شوي او د ٤٥ ماشومو نجونو او هلکانو په ګډون پاتې نور سخت ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، د ډېرو ټپيانو ټپونه ژور دي، چې ښايي د معيوبيت لامل يې شي.
د عامې روغتيا رياست د مرستيال د معلوماتو له مخې، ګڼ شمېر ترافيکي پېښې د موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې دي.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وايي، د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه يې د اختر په ټولو ورځو کې، د کندهار ښار په ډېرو سيمو کې ترافيک پوليس په دندو ګومارلي وو.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د هغوى له پر له پسې خبرداري او مجازاتو سره سره، يو شمېر والدين خپلو کم عمره اولادونو ته موټر او موټرسايکلونه ورکوي، چې هم خپل او هم د نورو ژوند ګواښي.
نوموړي د عامې روغتيا رياست له خوا د ترافيکي پېښو د قربانيانو د ورکړل شويو ارقامو په اړه وويل، چې ښايي دغه شمېره يواځې تر کندهار ولايت پورې محدوده نه وي، ځکه ميرويس روغتون ته د حوزې په کچه ناروغان او ټپيان د درملنې لپاره وروړل کېږي.
د کندهار ولايت د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي محمد ناصر، چې څلور کلن زوى يې د اختر په دويمه ورځ ټپي شوى، پژواک اژانس ته وويل: ((د اختر دويمه ورځ وه، کوچنى زوى مې دوکان ته د شيانو د رانيولو لپاره تللى و، کله چې کور ته راته، نو زرنج موټر سايکل وواهه او ټول اختر يې په غم راته ولاړه.))
دى وايي، تر ټولو ډېره بې دردي دا ده چې چلوونکي، ماشومان او نور په موټر يا موټرسايکل ووهي او بيا بې له دې چې ودرېږي، تښتي.
هغه له ترافيکو وغوښتل، چې په ښار کې دې د زرنج موټرسايکلونو مخه ونيسي، ځکه په سټنډرډ توګه نه دي جوړ شوي او ډېر مهال نه يواځې انسانانو ته زيانونه اړوي، بلکې موټرونو ته هم د ټکر پر مهال دروند زيان اړوي.
د کندهار ښار د درېيمې ناحې اوسېدونکي شبير احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېر ځوانان د اختر او د خوښيو د نورو ورځو پر مهال سخته بې پروايي کوي، چې له امله يې ډېرې دردوونکې پېښې رامنځ ته کېږي.
هغه وويل، دا سمه ده چې پلرونه خپلو کم عمره اولادونو ته موټر او موټرسايکلونه ورکوي، خو پوليس بايد پر هره لاره او هر سړک چلوونکي کنټرول کړي؛ که يې قانوني سن نه وي پوره کړى او يا د چلونې قانوني اسناد و نه لري، بايد سزا ورکړل شي، ترڅو خلک له دې ستونزې خلاص شي.
په کندهار کې تر جګړو، وسله والو نښتو او د ماين تر چاودنو وروسته ترافيکي پېښې د ملکي مرګ ژوبلې عمده لامل بلل کېږي.
د ترافکي پېښو د زياتوالي لامل د ترافيکي نظم د کنټرول لپاره د کافي تخنيکي او بشري سرچينو نشتوالی، د ښار د ظرفيت په پرتله د نقليه وسايطو زياتوالی، د چلوونکو نه مسلکيتوب او د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او ګڼ نور دي.









