کابل (پژواک٢٠ زمرى ٩٢) : د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ ٢٣ تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړل .
دغه سېلابونه تېره ورځ په کابل ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، کاپيسا او پروان ولايتونو کې راغلل .
له پېښو سره د مبارزي ادارې د عملياتي برخې مشر غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د يادو سېلابونو له امله د کابل د شکردرې ولسوالۍ په غازې او قچان کليو کې شل تنه مړه او دوه نور ټپيان کړي دي .
د شکردرې ولسوالۍ د غازې کلي ملک همايون ابراهيم خېل وايي ، چې په دې کلي کې د سېلاب له امله لس تنه مړه شوي ، چې دوه يې مېرمنې او درې يې ماشومان دي .
د ده په وينا، په دې کلي کې درې تنه ټپيان شوي هم دي .
دى وايي ، چې سېلاب په دې کلي کې ډېرو ځمکو او باغونو ته زيان اړولى، لسګونه کورونه يې نړولي او ٧ موټر يې وړي دي .
ابراهيم خېل وويل ، چې له پېښو سره د مبارزې ادارې ، سرې مياشتې ټولنې او نورو دولتي ارګانونو پلاوي د سروې په موخه سيمي ته ورغلي ،خو تر اوسه له سېلاب ځپلو سره چا مرسته نه ده کړې.
له پېښو سره د مبارزي ادارې د عملياتي برخې مشر غلام فاروق دا هم وويل ، چې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله د کابل په پغمان ولسوالۍ کې هم يو تن مړ شوى دى .
هغه زياته کړه ، چې سيلاب په پغمان کې لسګونه څاروي مړه کړي او ځينې باغونه يې هم زيانمن کړي دي .
د فاروق د معلوماتو له مخې، سيلاب د کابل ښار په غيبي کلا او جوى شير او پنځلسمې ناحيې په ځينو سيمو کې هم خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي .
هغه وويل ، چې تېره ورځ د سېلاب له امله د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يو تن مړ ، د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې هم يو تن مړ او دوه ټپيان او د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې دوه تنه ټپيان دي .
هغه وايي، چې د پروان ولايت په شيخ علي او سرخ پارسا ولسواليو کې هم سيلابونه راغلي ، خو يواځې مالي زيان يې اړولى دى .
د فاروق په وينا، سيلاب تېره ورځ د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې هم ٢٠ کورونه نړولي ، ١٥٠ څاروي يې مړه کړي او ٦٠ جريبه کرنيزه ځمکه يې تخريب کړې ده .
هغه وايي، چې يادو ټولو سيمو ته له پېښو سره د مبارزې ادارې پلاوي له خلکو سره د مرستې په موخه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ سېلابونو او بارانونو د کابل په سروبي ولسوالۍ ، خوست او ننګرهار ولايتونو کې له سلو څخه زيات کسان مړه کړل ،سلګونه جرييه ځمکه يې خرابه او لسګونه کورنه يې ونړول .










