منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د شکردرې او پغمان له سلګونو سېلاب ځپليو کورنيو سره مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٢): د کابل د شکردرې او پغمان ولسواليو له سلګونو سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته وشوه.

وړمه ورځ (د زمري ١٩مه) د پلازمېنې کابل په ګډون په ميدان وردګو، پکتيکا، کاپيسا او پروان ولايتونو کې د تېز باران له امله سېلابونه راووتل، چې ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې واړول.

له پېښو سره د مبارزي ادارې د معلوماتو له مخې، د يادو سېلابونو له امله د کابل د شکردرې ولسوالۍ په غازي او قچان کليو کې شل تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړي دي؛ دغه راز په پغمان ولسوالۍ کې هم يو تن مړ شوى او په لسګونو څارو‌ي له منځه تللي دي.

نن د سرې مياشتې ټولنې له سېلاب ځپليو کورنيو سره مرسته وکړه.

د سرې مياشتې د ټولنې وياند وليد اکبر سروري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د شکردرې له ٧٣٣ او  د پغمان له ٢٧٠ کورنيو سره مرسته وکړه.

ده زياته کړه، هرې کورنۍ ته دوه دوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه، يو پنځه کيلويي قوتى غوړي، کمپله، ترپال او بوشکه ورکړل شول.

د هغه په وينا، له هغو کورنيو سره چې کورونه يې نړېدلي، يوه يوه خېمه هم مرسته وشوه.

نوموړى وويل: “دغه د سېلاب ځپليو اخري شمېرې دي، چې موږ يې په اړه معلومات ترلاسه کړي، له دې اخوا د نورو راپور موږ ته نه دى راکول شوى؛ د شکردرې او پغمان پر ټولو زيانمنو کورنيو مواد ووېشل شول.”

د يادونى ده، چې نهه ورځې وړاندې هم، سېلابونو او بارانونو د کابل په سروبي ولسوالۍ، خوست او ننګرهار ولايتونو کې له سلو څخه زيات کسان مړه کړل، سلګونه جرييه ځمکه يې خرابه او لسګونه کورونه يې ونړول.