خوست، ګردېز ( پژواک، ٢١ زمرى ٩٢ ) : په خوست او پکتيا ولايتونو کې سيلابونو څلور تنه مړه کړي او د نورو مالي زيانونو ترڅنګ يې ځينې لويې لارې هم ويجاړې کړې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د تېرې ورځې تر بارانونو وروسته سيلابونه راغلي او د نورو سيمو ترڅنګ د خوست – ګردېز لويه لاره يې په څو ځايونو کې زيانمنه کړې او په شواک ولسوالۍ کې يې د يوه لوى پول يوه برخه نړولې ده.
د خوست ولايت مقام له خوا د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې ورځې بارانونو او سېلابونو دخوست – ګردېز ترمنځ غځېدلى عمومي سړک ځاى، ځاى سخت تخريب کړى دى.
سرچينې زياته کړې ، چې ددې تخريب له امله دغه عمومي لاره د څوساعتونو لپاره دخلکو او وسايطو پرمخ تړل شوې وه .
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز د دغې لارې په اوږدو کې زيات شمېر پلونه او پولګوټي د ورانېدو له خطر سره مخ دي .
د خوست ولايت مقام له مرکزي حکومت په ځانګړې توګه د فوايدعامې له وزارت څخه غوښتنه کړې ، چې ددغه مهم سړک د رغونې په موخه په وخت لازم اقدامات وکړي.
د ولايت وياند مبارز ځدراڼ دغه راز پژواک ته وويل، چې سيلابونو د ولايت مرکز اړونده د متون په سيمه او اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې د درېيو مېرمنو په ګډون څلور تنه مړه کړي او دوه يې ژوبل کړي دي.
د خوست – ګردېز د لويې لارې يوتن موټر چلوونکي محمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ګردېز ته نږدې د شواک ولسوالۍ اړونده سيمه کې يو لوى پول سيلابونو ويجاړ کړى دى.
هغه زياته کړه ، يو موټر پرې ډېر په سختۍ سره تېريږي ،چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي .
دى وايي ، چې د خوست -ګردېز سړک چې نوى جوړېږي د سيلابونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ويجاړ شوى دى .
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي ، چې سيلابونو د ولايت مرکز او يو شمېر ولسوالۍ ځپلې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې سيلابونو سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړې کړي او ځينې لويې لارې يې هم زيانمنې کړې دي.
نوموړى وايي ، چې د سروې ډلې يې بېلابېلو سيمو ته ليږلي، څو اوښتي زيانونه معلوم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سيلابونو د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ ٢٣ تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړل .
دغه سېلابونه تېره ورځ او وړمه ورځ په کابل ، ميدان وردګو ، پکتيکا ، کاپيسا او پروان ولايتونو کې راغلل .










