منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د ميدان وردګو او پکتيکا سېلاب ځپليو ته د مرستې رسولو امر وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د ميدان وردګو او پکتيکا له سېلاب ځپليو سره د بيړنې مرستې رسولو لارښوونه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په يادو ولايتونو کې تېره او وړمه ورځ د راوتلو سېلابونو له امله پر مالي زيانونو سربېره، ٩ تنه مړه شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په ميدان وردګو او پکتيکا کې د وروستيو سېلاوونو له امله پر رامنځته شويو ځاني تلفاتو او مالي زيانونو خواشيني شوى دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر له پېښو سره د مبارزې ادارې او د نورو اړوندو ادارو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې زيان رسېدونکو ته ژر تر ژره  بيړنۍ مرستې ورسوي.

خبرپاڼه کاږي، چې حامد کرزی د دغو طبيعي پېښو د قربانيانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له درباره هغوی ته د جميل صبر هيله لري.