منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بارانونو د پکتيکا انګور خراب کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

ښرنه (پژواک ٢٤ زمرى ٩٢): د پکتيکا کروندګر او بڼوال وايي، وروستيو اورښتونو يې کرنيزې ځمکې او باغونه سخت زيانمن کړي او د کال خواري يې په اوبو لاهو شوې ده.

د دغه ولايت د خېرکوټ ولسوالۍ د مېست کلي اوسېدونکی محمدنعيم، چې لس جريبه د انګورو باغ لري، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وروستيو بارانونو او ږليو يې انګور خراب او وراسته کړي دي.

د ده په خبره، د ميست سيمې انګورو ډېر شهرت لري او د دې سيمې ډېری وګړي د انګورو لوی لوی بڼونه لري.

دی وايي: ((يواځې زموږ نه، بلکې د ټولې ولسوالۍ انګورو د وروستيو بارانونو له امله سخت زيان ليدلی او په ميليونونو افغانۍ زيان ورته اوښتی دی.))

د مرکز ښرنې د ديګانو سيمې بزګران، چې انګور يې ډېر مشهور دي، وايې، چې د اورښتونو له امله يې تر نيمايي زيات انګور خراب او وراسته شوي دي.

د دې سيمې يوه کروندګر محمدخان پژواک ته وويل، چې د سختو او تېزو بارانونو له امله يې د انګورو په باغونو کې اوبه ډنډ شوې او انګور يې خراب کړي دي.

 له بلې خوا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمدرسول اندړ وايي، له خپل باغ څخه يې، چې لس زره تاکه دي، مخکې پنځه دېرش زره منه انګور ترلاسه کول، سږ فکر نه کوي چې لس زره منه هم ترې په لاس ورشي.

د نوموړي په خبره، سږ کال انګورو ډېر ښه محصول ورکړی، د ده په سيمه ييزه لهجه ښه بار يې نيولی، خو د اورښتونو له امله يې ډېره برخه خراب شوي دي.

حاجي رسول، له چارواکو غواړي، چې د انګورو د بڼوالو ستونزې ته ځانګړی پام وکړي او د دې خسارې په بدل کې ورسره مرسته وکړي.

د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رييس حبيب الله پژواک اژانس ته ومنله، چې د پکتيکا انګور وروستيو سختو اورښتونو ډېر زيانمن کړي دي.

نوموړی وايي، د بڼوالو لپاره خو اوس له دوی سره د مرستې امکانات نشته، خو خپل وزارت ته به په دې برخه کې د مرستې وړانديز وکړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د هېواد په پکتيکا او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د وروستيو سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته په ځاني زيان سربېره د هغوی لسګونه زره جريبه کرنېزې ځمکې او فصلونه له منځه وړي دي.