منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حزب اسلامي د مرسي د پلويانو وژل په کلکه وغندل

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان ګوند په مصر کې د ګوښه شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو پر سوله ييزو لاريون کوونکو وسله وال بريد او په پايله کې د زرګونو کسانو مرګ ژوبله له وحشته ډکه، بې رحمانه او غير انساني کړنه بولي او په کلکه يې غندي.

د مصر پوځ له تېرو څو ورځو راهيسې د لرې کړاى شوي ولسمشر مرسي پر پلويانو بريدونه پيل کړي، چې تر اوسه سلګونه لاريون کوونکي وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

په کابل کې د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د نړۍ پر ټولو انصاف خوښو او حق پلوو ولسونو غږ شوى، چې د مصر د ظالم او کودتاچي پوځ په مقابل کې د هغه لاريون کوونکي ولس هر اړخيزه مرسته وکړي، چې نه يواځې په خپل هېواد کې د ولس له خوا د منتخب شوي حکومت د راپرځولو په خلاف سوله ييز لاريونونه کوي، بلکې په ټوله نړۍ کې د ولسونو د هيلو او ارمانونو د قاتلو ديکتاتورانو د مهارولو پيغام هم ورکوي.

سرچينې زياته کړې: “په  مصر کې چې د پوځي ديکتاتورانو له خوا د سوله ييزو لاريون کوونکو پر بې رحمانه وژنه د غربي نړۍ د بشردوستۍ او د ديموکراسۍ علمبردارانو کومه چوپتيا او بې حسي اختيار کړې ده، دا د دې ګواهي ورکوي چې دوى اصلاً په اسلامي هېوادو کې د ديموکراتيکو انتخاباتو له لارې د ولسونو په رايو غوره شوي حکومتونه نه، بلکې دوى د ديموکراسۍ تر عنوان لاندې لاسپوڅي ديکتاتور او ګمراه حکومتونه غواړي، چې د ولس حقوق تر پښو لاندې کوي او خپل فرعوني نظام پرې تطبيقوي.”

حزب اسلامي افغانستان د ټولې نړۍ له ولسونو او په ځانګړي ډول له اسلامي امت څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې د خپلو واکمنانو ددغه غير عادلانه چوپتيا پرخلاف خپل غږ پورته او پر هغوى فشار راولي، چې د مصر د پوځ د کودتا او پر سوله ييز لاريون کوونکو د وحشيانه يرغلونو د ملاتړ پرځاى د هغه مصري ولس مرسته وکړي، چې د ديموکراتيکو ټاکنو په پايله کې د منتخب شوي حکومت د بيا برحالي غوښتنه کوي.

د سرچينې په وينا، که چېرته غربي نړۍ په مصر کې د منتخب حکومت پرځاى د کودتاکوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو د دې معنا داده چې غربي نړۍ په خپلو هېوادونو کې ديموکراسي، خو په اسلامي نړۍ کې له ظلم او وحشت نه ډک نظامونه غواړي او قصداً اسلامي نړۍ دې ته اړ باسي، چې د خپلو روا حقونو د ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته راووځي او په دې ډول په مسلمانو هېوادونو کې د مرګ ژوبلې بازار ګرم کړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان حکومت هم د يوې اعلاميې په خپرولو د مصر پر سوله ييزو لاريون کوونکو د پوځ ډزې او هغوى ته مرګ ژوبله اړول په کلکه غندلې وه.