کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٢): جمعيت اصلاح د کابل د شکردرې ولسوالۍ له سېلاب ځپليو کورنيو سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته وکړه.
يوه اونۍ وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون په ميدان وردګو، پکتيکا، کاپيسا او پروان ولايتونو کې د تېز باران له امله سېلابونه راووتل، چې ګڼ ځاني او مالي زيانونه يې واړول.
له پېښو سره د مبارزي ادارې د معلوماتو له مخې، د يادو سېلابونو له امله د کابل د شکردرې ولسوالۍ په غازي او قچان کليو کې شل تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړي دي.
نن د جمعيت اصلاح افغانستان ټولنې له سېلاب ځپليو کورنيو سره مرسته وکړه.
د د دې ټولنې د مطبوعاتي دفتر مسوول احمدضياء رحيمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د شکردرې له لسګونو سېلاب ځپليو کورنيو سره يې نن د خوراکي توکو (وريجې، اوړه، چاى، غوړي، بوره) او کمپلو مرسته وکړه.
ده زياته کړه، له کابل ښاريانو يې څخه په تېرو څو ورځو کې د خپلو کارکوونکو له لارې نقدې پيسې او خوراکي توکي راټول کړي وو، چې نن يې پر مستحقو کورنيو، چې د دوى د يوه پلاوي له لوري معلومې شوې، ووېشل.
د هغه د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې يې د سروبې له شاوخوا درې سوه سېلاب ځپليو کورنيو سره هم ورته مرسته کړې وه.
رحيمزى وايي، په راتلونکي پلان لري، چې د خوست ولايت او د سروبي ولسوالۍ د ځينو پاتې سېلاب ځپليو کورنيو سره د مرستې په موخه په کابل ښار کې د مرستو راټولولو کمپاين ترسره کړي او بيا يې هغوى ورسوي.










