اسلام اباد (پژواک ۴ وږی۹۲): د پاکستان د لومړي وزير په غوښتنه اسلام اباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر د يوې ورځې لپاره وغځېده.
ټاکل شوې وه، چې نن ولسمشر حامد کرزی او ورسره راغلی افغان پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره تر کتنې وروسته بېرته کابل ته ستون شي.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، چې د سفر د غځولو موخه له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهير پراخې او هر اړخيزه خبرې دي، ترڅو افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته وهڅوي.
فيضي وايي، د افغان طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې دي او دا هېواد د افغانستان د سولې په بهير کې کليدي رول لري.
د ده د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزی او ورسره راغلي پلاوي، نن هم په دې برخه کې له پاکستانيو چارواکو او په ځانګړې توګه لومړي وزير نوازشريف سره خبرې کړې دي.
د ولسمشر کرزي وياند وويل، چې د سبا ورځې په خبرو کې به د پاکستان پوځي لوړپوړي چارواکي هم ګډون ولري.
فيضي زياته کړه، تر ډېره به د دواړو لورو ترمنځ د سبا ورځې خبرې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د عملي همکارۍ پر لارو چارو ورټولې وي.
ده همداراز وويل، چې افغان لوری به له پاکستانيو چارواکو دا هم وغواړي، چې د افغانستان د سولې د بهير د برياليتوب لپاره په پاکستان کې بندي طالب مشران خوشې کړي.
د ده په وينا، په دې کسانو کې د طالبانو د مشر مرستيال ملا عبدالغني برادر هم شامل دى.
د ولسمشر وياند دا يادونه هم وکړه، که چېرې په پاکستان کې طالبانو ته د دفتر جوړولو وړانديز وشي، نو د افغانستان حکومت چمتو دی، چې دغه دفتر پرانيستل شي.
ده وويل، د افغانستان د حکومت ترجيح دا ده، چې د طالبانو دفتر دننه په افغانستان کې جوړ شي، خو که طالبان يې په خپل هېواد کې نه غواړي، نو د افغانستان حکومت ترکيې يا سعودي عربستان ته ترجېح ورکوي.