منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په لوګر کې د ماين چاودنې يو عام وګړى وواژه او څلور پوليس يې ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

 پل علم (پژواک ٨وږى ٩٢) :د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړوند د ماين چاودنې يو عام وګړى وواژه او څلور سيمه ييز پوليس يې ټپيان کړل .

د لوګر د امينه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک اژانس ته وويل ، چې پيښه د لوګر د مرکز اړوند په پورک سيمه هغه مهال رامنځته شوه ، چې څلورو تنو سيمه ييزو پوليسو غوښتل په يوه شخصي سراچه موټر کې له خپلې پوستې څخه د ولايت مقام ته لاړ شي.

نوموړي زياته کړه ، چې په دغه چاودنه کې د سراچې موټر چلوونکى وژل شوى او څلور سيمه ييز پوليس سخت ژوبل شوي دي.

سرچينه وايي ، چې سراچه موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى او ګومان کيږي ، چې ټپي پوليس به کابل ته ليږدول شوي وي.

د پورک سيمې يوتن اوسېدونکي احمدجاوېد پژواک اژانس ته وويل ، چې د ماين دغه چاودنه ډيره زور وره وه او تر لرې سيمو پورې يې غږ اورېدل شوى دى.

ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .