منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۳ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د سویلي اسیا فوټبال سیالیو پای لوبه کې له هند سره مخامخ کیږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۸ وږى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) په پای لوبه کې له هندوستان سره مخامخ شي.

پرون افغانستان په لومړۍ نیمه پای لوبه کې نیپال یو پر صفر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړې وه.

د افغانستان دفوټپال فدراسیون د ځوانانو د څانګې مسوول علي کاظمي د وږي په ۱۸مه، له نیپال څخه د ټيلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په دویمه پای لوبه کې هندوستان مالدیپ ته یو پر صفر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

هغه زیاته کړه چې دواړو لوبډلو ډیره په زړه پورې لوبه وکړه خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې هندوستان یو ګول وواهه او لوبه یې وګټله.

ټاکل شوې ده، چې دافغانستان او هندوستان ترمنځ پای لوبه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د فوټبال لوبې یو تن کارپوهه سید هادي وایي  چې په دې سیالیو کې مالدیپ تر ټولو پیاوړې لوبډله وه او په ګروپي یالیو کې یې بوټان ته لس پر صفر او سریلانکا ته یې اته پر صفر ماتې ورکړې وه.

د نوموړي په وینا، د هندوستان لوبډله د مالدیپ په پرتله لږه اسانه ده او افغانستان به د هیوادوالو ددعاګانو په برکت وکولی شي په پای لوبه کې هند ته ماتې ورکړي او دلومړي ځل لپاره ددې سیالیو اتلولي خپله کړي.

دیادونې وړ ده چې دوه کاله مخکې ددې سیالیو په پای لوبه کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه او افغانستان ته ښه چانس دی چې د خپلې ماتې بدل واخلي.  

افغانستان له دې وړاندې، د دې سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې (د وږي ١١مه) بوټان ته درې پر صفر او دويمه لوبه کې (د وږي ١٣مه) سريلانکا ته درې پر يو ماتې ورکړې وه. په درېيمه لوبه کې له مالديف سره صفر پر صفر مساوي راغلى و.

د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي، چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په “الف” ګروپ کې نيپال، پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش لوبډلې او په “ب” ګروپ کې افغانستان، مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.

هيره دې نه وي، چې دا سيالۍ په دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي؛ تېر ځل افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپل کړى و.