منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۶ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ځانمرګي بريد د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۱ کتنې

پل علم ( پژواک ١٩ وږى ٩٢) :د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر امنيتي پوسته ځانمرګي بريد څلور سرتېري ټپيان کړل.

د خوشي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال احمد نبي احمدزي د وږي په ١٩مه پژواک ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن شاوخوا يولس نيمي بجې د يوه سرف موټر په وسيله د شينکۍ په سيمه کې ترسره شو.

هغه زياته کړه، وسله والو لومړى پر امنيتي پوسته ډزې پيل کړې او وروسته يې د پوستې دروازې ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

احمدزى وايي، چاودنه زوروره وه ، پوسته يو څه زيانمنه شوې، د ملي اردو يواځې څلور سرتېري ټپيان شوي او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست .

 طالب وياندذبيح الله مجاهد ادعاکوي ،چې په دغه بريد کې يې ٣٠ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خوشي د لوګر تر ټولو امن ولسوالۍ ده، چې د لوګر د مرکز پل علم ختيځ ته په شل کيلومترۍ کې پرته ده.