منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۳ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سمنګانو په يوه کان کې لسګونه کسان بند پاتې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۱ کتنې

ايبک (پژواک، ٢٣ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د دې ولايت په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې لسګونه کسان بند پاتې او يو شمېر نور مسموم شوي دي.

د روى دو اب ولسوال عبادالله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين د اب خورک په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنه شوې، چې له امله يې د ٢٠- ٤٠ کسان بند او يو شمېر نور مسموم شوي دي.

ده زياته کړه، د ولسوالۍ امنيه قوماندان سره له پوليسو د پېښې ځاى ته ورغلى او يادو شويو کسانو په لټه کې دي.

خو د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى عزيز الله وايي، چې په دې پېښه کې ٢٧ تنه په کان کې بند پاتې وو، چې وروسته د سيمې شل نور کسان د هغوى د ژغورلو په موخه تونل ته ورننوتل.

د هغه په خبره، د کېندنو پرمهال ژغورنکې ډله د يو ډول ګاز له امله مسموم شوي او وروسته روغتون ته ولېږدول شول.

د روى دو اب ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر نجيب الله وايي، چې دوى ته مسموم کړاى شوي شل تنه وروړل شوي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

د ده په وينا، له يادو کسانو د اتو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.